تازه خبرونه

اسلامي امارت له هیچا سره دښمني او جګړه نه غواړي- مولوي عبدالکبیر

مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې هيڅوک نشي کولى په افغانستان کې د فشار له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ويلي؛ د خاورې او خلکو ساتنه او دفاع د نظام دنده ده او اسلامي امارت له هیچا سره دښمني او جګړه نه غواړي؛ د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ ثبات دی.

مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې هيڅوک نشي کولى په افغانستان کې د فشار له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

مولوی عبدالکبیر وایي: اوسمهال اسلامي امارت د جګړې او سیاست په ډګر کې ښه پرمخ روان دی. مونږ له هیچا سره جګړه او دښمني نه غواړو، بلکې د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې او دفاع مسوولیت لرو.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې سوله غواړي او هیوادونه باید اسلامي امارت په کورني سیاست کې پرناکامۍ او په سیمه کې د نظم خرابولو تورن نکړي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې اسلامي امارت د آبادۍ او ځان‌بسیاینې په لاره کې هیڅ ډول خنډ نه مني او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. که څه هم ځینې هېوادونه د افغانستان پرمختګ او پرمختیا نشي زغملای.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال څرګنده کړې، چې اسلامي امارت غواړي د سترو سيمه‌ييزو پروژو له پلي کولو سره په سيمه کې ثبات رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version