تازه خبرونه
اسلامي امارت هټیوالو ته په جوماتونو کې د لمونځونو پر ادا کولو ټینګار څرګند کړ
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کابل د یو شمېر ناحیو اوسیدونکیو ته سپارښتنه کړی، چې ټول هټیوال او خلک دې پېنځه وخته لمونځونه په جوماتونو کې ادا کوي او د جمعې د لمانځه پر مهال باید خپل دوکانونه وتړي.
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولینو ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې یاده سپارښتنه هم تائید کړه. په دغه حکم کې راغلي، چې له دې وروسته باید ټول دوکانداران د جمعې د لمانځه پر مهال خپل دوکانونه وتړي او جوماتونو ته دې حاضر شي.
د موسیقۍ وسایل باید د خوښۍ په مراسمو کې شتون ونلري او هټیوال باید د وسایلو او د ټنګ ټکور د وسایلو له کرایه کولو څخه ډډه وکړي.
دوکانداران مکلف دي، چې پېنځه وخته لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي: هو! دا مکتوب اوومې ناحیې ته استول شوی او له هټیوالو غوښتل شوي، چې د ټنګ ټکور وسایل چا ته په کرایه ورنکړي.
همدارنګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امنیتي مرستیال ويلي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو په موخه یې تر ۸۰۰ ډېر کم عمره او په نشه يي توکو روږدي کسان او یو شمېر هغه ځواکونه، چې صورت یې له اسلامي شریعت سره سم نه وي؛ نیولي او د ځواکونو له لیکو ویستل شوي دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمن منیر وایي: مونږ د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو د کم عمره، روږدو او مفسدو کسانو څخه د پاکولو لپاره کار کړی او د نیکۍ امر او له بدیو منع کول د دغه وزارت له مهمو دندو څخه دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اسلامي امارت په جوړښت کې یو له مهمو بنسټونو څخه دی، چې د ټولنې د اصلاح دنده لري او اوسمهال د دغه وزارت شاوخوا اته زره محتسبین په ټول هېواد کې د اصلاح پر کارونو اخته دي.