روغتيا

اسلامي امارت په افغانستان کې د بېزوګي تڼاکې د ثبت راپورونه رد کړل

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د مثبتو پېښو راپورونه رد کړل او وايي، چې تر دې دمه د دغې ناروغۍ د کومې مثبتې پېښې راپور ثبت شوی ندی.

په دې وروستیو ورځو کې، یو شمېر افغان رسنیو راپور ورکړی، چې تر دې دمه په نیمروز، هرات او کابل ولایتونو کې د بېزوګي تڼاکې یا چیچک ناروغۍ څو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي؛ ځینې ناروغان روغتونونو ته راغلي، چې بېزوګي تڼاکې ته ورته ناروغۍ نیولي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر نن سې شنبه د غبرګولي ۹ امریکا غږ ته ویلي؛ په وروستيو ورځو کې ډېري ناروغان د تر روغتیایي څارنې لاندې نیول شوي، چې د کتنو پایله یې منفي شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ دا ناروغان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي، چې بېزوګي تڼاکې ته ورته دي.

نوموړي ویلي، چې درملنه یې روانه ده او د خوشالۍ ځای دی، چې مونږ په افغانستان کې د بېزوګي تڼاکې مثبته پېښه نلرو.

ښاغلي حژیر په دې دوه ولایتونو کې د شکمنو پېښو په اړه نور څه ندي ویلي؛ خو اوس وایي، چې دغه ناروغان د ډاکټرانو تر پاملرنې لاندې او په قرنطین کې ساتل کیږي.

Trending

Exit mobile version