تازه خبرونه
اسلامي امارت په بهرنیو بنسټونو کې د ښځو کاري دستورالعمل وروستي کېدو ته نږدې کړی
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اګلاند ویلي؛ د اسلامي امارت لوړپوړیو مشرانو ورته ویلي، چې داسې یو دستورالعمل د وروستي کېدو په حال کې دی، چې ښځې به بیا په نادولتي ټولنو او بنسټونو کې بېرته د کارکولو جوګه کړي.
اسلامي امارت دا موضوع نه رد کړې او نه یې تائید کړې؛ خو د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، چې اسلامي امارت په دې اړه د یو لارښود پر وروستي کولو کار کوي.
هغه په دې وروستیو کې د افغانستان کندهار ولایت ته سفر کړی او د اسلامي امارت له یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو سره یې لیدلي.
یان اګلاند څرګنده کړې: په کندهار کې هر ډول پرېکړه به ملي اغېزه ولري. د ښځو د کار لپاره لارښوونې هم وروستي کیدو ته نږدې دي. دا هغه څه دي، چې ما ته ويل شوي؛ خو په دې اړه هیڅ مهالوېش نهدى ورکړ شوى او نه هم په دې اړه نور جزئيات شته. شاید پهدې لارښود کې د حجاب، د کار د ځای، د جنسیت جلا کول او د سفر په وخت د محرم موضوعات شامل وي.
د ناروې د کډوالو شورا رییس خبرداری ورکوي، چې که ښځې او نجونې د کار او زدهکړو اجازه ونلري، د ناروې د کډوالو شورا به د افغانستان لپاره خپله ۴۰ سلنه بودیجه له لاسه ورکړي.
هغه په دې اړه په ډاګه کړې: په داسې حال کې، چې د ناتو غړي هېوادونه او امریکا د اوکراین په جګړه کې میلیاردونه ډالر لګوي او له دغه هېواد سره د میلیاردونو دالرو د مرستې ژمنې کېږي؛ افغانستان باید له پامه ونه غورزوي، ځکه له بېوزلو سره مرستې ته اړتیا ده. افغان چارواکو ته هم وايم، چې په چلند او تګلارې کې بدلون به افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو د لیږد زمینه برابره کړي.
افغان کارپوهانو ویلي؛ که ملي ګټې پرې نه زیانمنیږي، باید له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وشي.
د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې له ۱۵۰۰ کارکوونکیو څخه ۲۲۰ له دندو ګوښه کړي او پېنځه دفترونه یې تړلي دي.