تازه خبرونه
په ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
پیټ هګسټ له سيبياس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د دښمن تر کمزوري کولو پورې روانه وي؛ امریکا نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې د عراق او افغانستان د اوږدو جګړو پر مهال رامنځته شوې وې.
پیټ هګسټ له سيبياس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې مو«د دښمن پر ګوندو کول» موخه ده.
د امریکا د جنګ وزیر زیاته کړې: دا، چې ایران به رسماً تسلیم شي که نه؛ معلومه نده.
هګسټ په دې اړه ویلي: «دا، چې آیا هغوی به د تهران په ډګر کې مراسم ونیسي او لاس پرسر کیږي که نه؛ دا له هغو سره تړاو لري.»
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په سیمه کې د منځني ختیځ په ګډون د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي عملیاتو او تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
تازه خبرونه
کابل له نړۍ سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي – اسلامي امارت
مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، حکومت هڅه کوي له سیمهییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره د کابل اړیکې نورې پیاوړې او پراخې کړي؛ ځکه، چې بهرنی سیاست یې پر اقتصاد او سیمهییزې نښلېدا ولاړ دی.
مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان ته د ځینو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو تګ راتګ او له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دغو اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او سیمهییزې نښلېدا د پالیسۍ د پلي کېدا لپاره د ګاونډ او سیمهییزو هېوادونو همکاریو او اغېزمن رول ته اړتیا لري.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو سره د کابل اړیکې پراخې او ټینګې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ فعالې سیاسي استازولۍ لري.
دغه راز د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکو ويلي، له نړۍ سره د افغانستان د تعامل پراختیا کولی شي د دې هېواد د سیاسي انزوا په کمېدا، د ډیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا، د پانګونې په جلب او په پای کې د اقتصادي ودې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
که امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نهغواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که واشنګټن له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به د رامنځته شوې تشې د ډکولو هڅه وکړي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نهغواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.
هغه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي:« زما له نظره که مونږ تعامل ونهکړو او د خپلو ګټو د پرمختګ لپاره هڅه ونهکړو؛ نو زمونږ سیالان به زمونږ تشه ډکه کړي. چین افغانستان ته داخل شوی او هڅه کوي د دغه هېواد پر طبیعي سرچینو واک ترلاسه کړي. روسیه هم ډېره فعاله ده.»
خلیلزاد زیاته کړې، چې د امریکا اوسنی سیاست باید د افغانستان اوسني او راتلونکي وضعیت ته پام وکړي او روښانه کړي، چې واشنګټن غواړي افغانستان په راتلونکې کې څه ډول هېواد وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې امریکا پرېکړه کړې؛ له مهمو ګټو به یې یوه دا وي، چې افغانستان بیا د امریکا ضد ترهګرو ډلو پر مرکز یا اډې بدل نهشي.
هغه ویلي، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د سرچینو پراختیا مهمه ده.
خلیلزاد همداراز خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو دوام کولی شي منفي او زیانمنې پایلې ولري.
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، کابل او واشنګټن څو ځله د بېلابېلو چینلونو له لارې خبرې کړې دي؛ خو د نوموړي پر باور د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې د بدلون نشتوالی د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د عملي پرمختګ مخه نیولې ده.
تازه خبرونه
د چین سفیر له متقي سره د مخهښې په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د مخهښې په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.
متقي د چین سفیر ته په راتلونکي ماموریت کې د بریا هیله هم څرګنده کړې ده.
بلخوا، د چین سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللې او د خپل ماموریت پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې ده.
ژاو شینګ هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
سوداگري5 days agoیو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
-
لوبی5 days agoافغانستان په اماراتو کې له بنګلهدېش او زیمبابوې سره کرکټ لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days agoد هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
