Connect with us

تازه خبرونه

که امریکا له افغانستان سره تعامل ونه‌کړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیل‌زاد

خلیل‌زاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نه‌غواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، که واشنګټن له افغانستان سره تعامل ونه‌کړي، چین او روسیه به د رامنځته شوې تشې د ډکولو هڅه وکړي.

خلیل‌زاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نه‌غواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.

هغه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي:« زما له نظره که مونږ تعامل ونه‌کړو او د خپلو ګټو د پرمختګ لپاره هڅه ونه‌کړو؛ نو زمونږ سیالان به زمونږ تشه ډکه کړي. چین افغانستان ته داخل شوی او هڅه کوي د دغه هېواد پر طبیعي سرچینو واک ترلاسه کړي. روسیه هم ډېره فعاله ده.»

خلیل‌زاد زیاته کړې، چې د امریکا اوسنی سیاست باید د افغانستان اوسني او راتلونکي وضعیت ته پام وکړي او روښانه کړي، چې واشنګټن غواړي افغانستان په راتلونکې کې څه ډول هېواد وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې امریکا پرېکړه کړې؛ له مهمو ګټو به یې یوه دا وي، چې افغانستان بیا د امریکا ضد ترهګرو ډلو پر مرکز یا اډې بدل نه‌شي.

هغه ویلي، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د سرچینو پراختیا مهمه ده.

خلیل‌زاد همداراز خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام کولی شي منفي او زیانمنې پایلې ولري.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، کابل او واشنګټن څو ځله د بېلابېلو چینلونو له لارې خبرې کړې دي؛ خو د نوموړي پر باور د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې د بدلون نشتوالی د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د عملي پرمختګ مخه نیولې ده.

تازه خبرونه

د چین سفیر له متقي سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.

متقي د چین سفیر ته په راتلونکي ماموریت کې د بریا هیله هم څرګنده کړې ده.

بلخوا، د چین سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللې او د خپل ماموریت پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې ده.

ژاو شینګ هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان عملیاتو د امنیتي ځواکونو وړتیا وښوده – په چین کې د اسلامي امارت استازي

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت د عمومي دفتر رییس زین‌الله عابر او لوی سلاکار عبدالرحیم ثاقب کوله؛ په چین کې د امنیت په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو ته په نغوته کې دغه عملیات د امنیتي ځواکونو د هغو وړتیاوو بېلګه وبلله، چې د امنیت د ګډوډوونکو پر وړاندې یې لري.

هغه ویلي:« زمونږ امنیتي ځواکونه د الله تعالی پر نصرت او مرسته دومره وړتیا لري، چې په هېواد کې د هر ډول ناامنۍ مخه ونیسي، شرارت‌کوونکي او د امنیت ګډوډوونکي وځپي او د هغو ډلو ناوړه موخې او نیتونه شنډ کړي، چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي. د هېواد د شمال په بدخشان ولایت کې د امنیت ګډوډوونکو وروستۍ ناکامي د دغې وړتیا یوه څرګنده بېلګه ده.»

د اسلامي امارت استازي ټینګار کړی؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه ژمن دي، چې د افغانستان له خاورې د افغانانو، ګاونډ هېوادونو او نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو مخه ونیسي.

هغه همداراز د امنیتي همکاریو پر پراختیا، د استخباراتي معلوماتو پر تبادله، د پولو د امنیت پر ټینګښت او د نشه‌یي توکو او قاچاق پر وړاندې پر ګډه مبارزې ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت استازي د سولې او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د چین د ملاتړ له تګلارې هم مننه کړې او څرګندوي، چې افغانستان له چین او د سیمې له هېوادونو سره د امنیتي همکاریو پراختیا ته چمتو دی.

هغه په پای کې ټینګار کړی، چې افغانستان د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د سولې، امنیت او اقتصادي پراختیا غوښتونکی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ترکي استازو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې

ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د ډېرو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

د ترکیې سفیر سادین آیلدز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له زیاتېدا خوښي څرګنده کړه او وایي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، روغتیا، زده‌کړو او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

نوموړي زیاته کړې، ترکیه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او نړۍ ته د افغانستان د رښتیني انځور د وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.

د ترکیې سفیر ویلي، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې یې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې اآسانتیاوې هم برابرې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!