تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې شول
دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د تشبثاتو مرکزونو جوړول، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو پروسس او چمتوکول، د صادراتو پراختیا او یو شمېر نورې برخې رانغاړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ نن( چارشنبه د عقرب شپږمه) د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اوومه غونډه جوړه شوه، چې په کې د تمویلوونکو بنسټونو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه تمویلوونکو او نړیوالو بنسټونو ته وړاندې شول.
دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د تشبثاتو مرکزونو جوړول، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو پروسس او چمتوکول، د صادراتو پراختیا او یو شمېر نورې برخې رانغاړي.
دغه لومړیتوبونه د هېواد د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تولیدي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ټاکل شوي دي، جې د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ د امکان تر بریده له همدې لومړیتوبونو سره سمې او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیالۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه کړې، چې دغه لومړیتوبونه یې ورته وړاندې کړل.
هغوی ویلي، خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدې لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.
تازه خبرونه
په ۲۰۲۶ز.کال کې د نشهیي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات شوي
دغه وزارت د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د« نشهیي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه؛ واقعیتونه او لاستهراوړنې» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې له جوړېدا خبر ورک، چې د اسلامي امارت د چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو او ډیپلوماټانو او د نړیوالو بنسټونو د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، په ۲۰۲۶ ز.کال کې د نشهیي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات ترسره شوي؛ د کوکنارو او چرسو تر کښت لاندې ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه له منځه وړل شوې او له ۱۰ زره ډېر شکمن کسان نیول شوي دي.
دغه وزارت د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د« نشهیي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه؛ واقعیتونه او لاستهراوړنې» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې له جوړېدا خبر ورک، چې د اسلامي امارت د چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو او ډیپلوماټانو او د نړیوالو بنسټونو د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر ویلي، چې د عملیاتو پر مهال د کوکنارو او چرسو تر کښت لاندې ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه له منځه وړل شوې، ۱۰ زره او ۶۵ شکمن کسان نیول شوي او د نشهیي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه کارخونې او د الکولي مشروباتو ۱۵ کارخونې کشف او تړل شوې دي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې غونډه کې د نشهیي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او کارونې د منع کولو په اړه د اسلامي امارت د مشر د فرمان پلي کول، د نشهیي توکو پر وړاندې د حکومت د مبارزې څرګندونه بللې ده.
نوموړي په ګاونډ هېوادونو کې د نشهیي توکو پراخ کښت او د هغو قاچاق هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دې موضوع ته د نړیوالې ټولنې له پاملرنې پرته به د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه بشپړه پایله ترلاسه نهکړي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت برابرول، د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکاري او سیمهییزه همغږي د دې مبارزې د لاستهراوړنو د ساتلو لپاره اړین بللي دي.
د غونډې ګډونوالو په پای کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پر دوام، بزګرانو ته د بدیل معیشت د پراختیا او د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د اقتصاد وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د پراختیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د اقتصاد وزارت ویلي، دینمحمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو لهخوا د اسلامي امارت پررسمیتنهپېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره په لیدنه کې د پراختیايي همکاریو پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د پراختیايي پروژو پر پلي کېدا خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت ویلي، دینمحمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو لهخوا د اسلامي امارت پررسمیتنهپېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.
نوموړي د اقلیمي بدلونونو او د کډوالو پراخه راستنېدنه هم پر خلکو د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدا لاملونه بللي او ټینګار کوي، چې راستنېدونکو ته د سرپناه برابرول، د سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول لومړیتوبونه دي.
هغه زیاته کړې، چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کول د کارموندنې، د کورنیو عوایدو زیاتوالي، د بېوزلۍ کمولو او پرلهپسې اقتصادي ودې زمینه برابرولی شي.
دغه راز تورهان صالح د تېرو پنځه کلونو په بهیر کې د افغانستان له اقتصادي لاستهراوړنو ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د دغه پروګرام استازي د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د اوبو د کوچنیو بندونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د پیل، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټور د ملاتړ په برخو کې هم د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي وړتیاوو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په افغانستان کې د پرلهپسې پرمختګ د ملاتړ لپاره د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه اتحاد کولی شي د اسلامي نړۍ د ستونزو، د افغانستان، ایران، کشمیر او غزې د مسایلو په اواري کې مرسته وکړي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق ويلي، د سعودي عربستان، ایران، پاکستان او ترکیې ترمنځ اتحاد کولی شي په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت او د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو د ستونزو په اواري کې اغېزناک رول ولوبوي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه اتحاد کولی شي د اسلامي نړۍ د ستونزو، د افغانستان، ایران، کشمیر او غزې د مسایلو په اواري کې مرسته وکړي.
سراج الحق ټینګار کړی، چې اسلامي هېوادونه باید له لفظي څرګندونو ورهاخوا عملي ګامونه پورته کړي، چې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي، تر ظلم لاندې مسلمانان خوندي کړي او د اسلامي نړۍ ګډې ستونزې حل کړي.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د ګډو مسوولیتونو د ترسره کولو او د فلسطین د آزادۍ لپاره د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سعودي عربستان، ایران، ترکیې او پاکستان لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په تهران کې سره ولیدل.
-
لوبی2 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی4 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
لوبی4 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
لوبی4 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه3 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
-
Opinion4 days agoد چین کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د شلمې دورې د پېنځمې عمومي غونډې په اړه هر اړخیزه تبصره
-
نړۍ2 days agoحوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
