Connect with us

لوبی

سرخ‌پوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې

یارمحمد ذکرخېل د سرخ‌پوشان خوافي لپاره لومړی ګول وواهه او دوه نور ګولونه هم د عینو مینې دروازې ته دننه شول.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

نن شنبه د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو په څلورمه لوبه کې سرخ‌پوشان خوافي عینو مینې ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه.

یارمحمد ذکرخېل د سرخ‌پوشان خوافي لپاره لومړی ګول وواهه او دوه نور ګولونه هم د عینو مینې دروازې ته دننه شول.

د دې سیالیو په پېنځمه لوبه کې آرمان اف‌سي او آریانا خوست سره مخ شول، چې لومړۍ نیمایي یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

مک‌ډونالډ نیبا د آرمان اف‌سي لپاره یوازنی ګول وواهه او د آریانا خوست دروازه یې پرانیسته.

آریانا خوست په دوه‌یمه نیمایي کې دوه نور ګولونه ووهل او په پای کې یې لوبه ۳ – ۱ وګټله.

د آریانا خوست لپاره جواد الکوزي، آرش احمدي او حبیب‌الله هوتک ګولونه ووهل.

د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالۍ به دوشنبه د دوه نورو لوبو پر ترسره کېدا سره پیل شي:

ابومسلم فراه – استقلال کابل | د ماسپښین ۳:۳۰

عمر ځواک – سرسبز یاشلر | د شپې ۷ بجې

آریانا ټلویزیون به دواړه لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرې کړي او د فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه

د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې، چې د پنجشنبې ماښام د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او درې ځله یې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ د تېر پړاو اتل ابومسلم فراه د دې لیګ د شپږم پړاو په لومړۍ لوبه کې سرسبز یاشلر فاریاب ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه.

د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې، چې د پنجشنبې ماښام د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او درې ځله یې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته.

امید پوپلزي په لومړۍ نیمایي کې د ابومسلم فراه لپاره لومړی ګول وواهه او محبوب حنفي او امید رجبی په دوه‌یمه نیمایي کې دوه نور ګولونه هم ووهل.

د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو د لس لوبډلو په ګډون ترسره کیږي او د دې سیالیو لوبې به په کابل کې د میلمه او کوربع پر  بڼه ترسره شي.

د سیالیو په دوام کې، نن جمعه عمر ځواک او خراسان فاریاب د ماسپښین ۳:۳۰  مخ کیږي او په درېیمه لوبه کې استقلال کابل له طوفان هرات سره لوبه کوي.

آریانا خوست او عمر ځواک لوی شینډنډ هم د افغانستان د اتلانو لیګ د دې پړاو نوې لوبډلې دي.

د نن ورځې دوه‌یمه او درېیمه لوبه به پر ژوندۍ او ځانګړې توګه له آریانا ټلویزیون څخه خپریږي.

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روانې وي او لوبډلې به د اتلولۍ ګټلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي

دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر  دېرشمې  روان وي.

Published

on

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) پیلیږي او د تېر پړاو اتلولي ګټونکی ابومسلم فراه به په پرانیستونکې لوبه کې د فاریاب له سرسبز یاشلر سره مخ شي.

دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر  دېرشمې  روان وي.

په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري او ټولې لوبې به په کابل کې د کوربه او مېلمه په بڼه ترسره شي.

ابومسلم فراه به د سرسبز یاشلر پر وړاندې له خپلې اتلولۍ څخه د دفاع لړۍ پیل کړي. آریانا خوست او عمر ځواک لوی شینډنډ هغه نوې لوبډلې دي، چې په دې پړاو کې له سیالیو سره یوځای شوې دي.

په دې پړاو کې نورې ګډونوالې لوبډلې دا دي:

  • عینو مېنه
  • آرمان اف‌سي
  • استقلال کابل
  • خراسان فاریاب
  • سرخ‌پوشان خوافي
  • طوفان هرات

د افغانستان د بېلابېلو سیمو مینه‌وال کولی شي دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې له ۷:۳۰ څخه په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه ننداره کړي.

د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي او لوبډلې به د اتلولۍ د ګټلو لپاره له یو بل سره ولوبیږي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان په اماراتو کې له بنګله‌دېش او زیمبابوې سره کرکټ لوبې کوي

دا لړۍ به د اوکټوبر پر نهمه د بنګله‌دېش پر وړاندې له یوې ټسټ لوبې پیل شي؛ وروسته به د اوکټوبر له اووه‌لسمې څخه تر درویشتمې افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې په درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.

Published

on

د افغانستان کرکټ لوبډله به په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۶ز.کال د ټسټ، یو ورځنیو او شل‌اوریزو لوبو کوربتوب وکړي.

دا لړۍ به د اوکټوبر پر نهمه د بنګله‌دېش پر وړاندې له یوې ټسټ لوبې پیل شي؛ وروسته به د اوکټوبر له اووه‌لسمې څخه تر درویشتمې افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې په درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.

افغانستان به بیا د اوکټوبر له اووه‌ویشتمې څخه تر د نومبر لومړۍ پورې د زیمبابوې پر وړاندې درې شل‌آوریزې لوبې ترسره کړي. دواړه لوبډلې به وروسته د نومبر له پېنځمې څخه تر نهمې او له دیارلسمې تر ۱۷مې پورې په دوه ټسټ لوبو کې هم سره مخ شي.

له دغو سیالیو سره به افغانستان په ۲۰۲۶ز.کال کې ټولټال څلور ټسټ لوبې ترسره کړي، چې د دې لوبډلې لپاره په یو کال کې تر ټولو ډېرې ټسټ لوبې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د دغو لوبو ارزښت د لوبغاړو د ودې او تجربې لپاره مهم بللی او څرګندوي، چې د منظمې او باکیفیته نړیوالو لوبو برابرول د کرکټ بورډ له اړینو لومړیتوبونو څخه دي.

په متحده عربي اماراتو کې د سیالیو دقیق ځای اوس هم د افغانستان کرکټ بورډ نه‌دی اعلان کړی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!