تازه خبرونه

اسلامي امارت په ښوونیز نصاب کې د پام وړ اصلاحات راوستي –  ملا عبدالغني برادر

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، چې نن (سې شنبه د لړم نهه‌ویشتمه ) خپره شوې راغلي: اسلامي امارت هڅه کوي اسلام خپلو خلکو ته په سمه توګّ پرته له خرافاتو ورسوي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یو شمېر هندي او بنګالي عالمانو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د مدرسو پر پیاوړتیا، د نویو علمي بنسټونو پر جوړولو کار کړی او په تعلیمي نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، چې نن (سې شنبه د لړم نهه‌ویشتمه ) خپره شوې راغلي: اسلامي امارت هڅه کوي اسلام خپلو خلکو ته په سمه توګّ پرته له خرافاتو ورسوي.

ملا برادر زیاته کړې؛ اسلامي امارت د دغو هڅو ترڅنګ د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره هم اغېزمنې هڅې پیل کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ لويې اقتصادي پروژې پيل شوې، له ګاونډ هېوادونو، سيمې او نړۍ سره سوداګري پراخه شوې، د صنعت په برخه کې د پخوا پر پرتله پرمختګ شوى او د آزاد اقتصاد پر ځان بسيا کېدو او له بهرنیو اړتیاوو د خلاصې ټولنې زمينه برابره شوې ده.

هغه په بشپړ ټینګار یاده کړه، چې د افغانستان د ملي شتمنیو کنګل کېدا او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې خنډ شوي دي.

Trending

Exit mobile version