تازه خبرونه
اسلامي امارت پیاوړي، روزل شوي او دفاع ته چمتو پوځ جوړوي

د افغانستان اسلامي امارت لوی درستیز قاري فصیح الدین په کابل کې له یوې پوځي اډې د لیدنې پر مهال له ځواکونو وغوښتل، چې له دښمن سره مبارزې او د افغانستان له خاورې د دفاع لپاره چمتووالی ولري.
اسلامي امارت په هېواد کې نه یوازې د یوې پیاوړې او روزل شوې اردو د جوړېدو په لټه کې دی، بلکې تجهیز او ژمنتیا یې هم غواړي.
د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وایي: د اسلامي امارت مجاهدین ساده خلک ندی، چې مو تحقیر کړي؛ تاسې هغه خلک یاست، چې نړیوال ځواک مو له ټولو تجهیزاتو سره پر ګونډو کړ. د افغانستان اسلامي امارت اوس هم په دې هڅه کې دی، چې روزل شوی او په ټوله معنی عقیدتي پوځ ولري.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ هم له چا کم نه یو. باید نوروته ورته منظمه، خواکمنه او له هر اړخه پوره او تجهیز شوې اردو غواړو، چې وکولی شي له خاوري او ارزښتونو دفاع وکړي.
دا مهال د اسلامي امارت د پوځ د ځواکونو کره شمېر پوره په ډاګه شوی ندی؛ خو د امارت چارواکو مخکې ویلي وه، چې افغانستان لږ؛ خو ډاډمن پوځ ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون دالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د جاپان هېواد لخوا افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ۲۱ اعشاریه ۶ میلیون دالرو پر ارزښت د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.
یونیسف له افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د جاپان له ملاتړه ستاینه کړې ده.
یونیسف پرون ( د وري ۶ / د مارچ ۲۶) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې له دغو مرستو څخه ۱۸ میلیون دالر به له ۱۸ میلیون څخه ډېرو افغان ماشومانو او میندو ته د واکسینو پر برابرولو او ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د افغانستان د دولتي ښوونځیو د بېخبناوو پر جوړولو ولګول شي.
د دغه راپور له مخې: هغه واکسینونه، چې ټاکل شوې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره له دغې مرستې چمتو شي؛ د شري، روتا ویروس، تیتانوس، دیفتریا، پولیو، هپاتیت بی او داسې نور رانغاړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا هم ویلي، چې دا مرستې له یونیسف سره په ۲۰۲۳ کال کې مرسته کوي، چې شاوخوا ۱۰ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو شي.
خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د دغو مرستو ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د یونیسف له لارې په ۲۰ ښوونځیو کې د ۵۰۰۰ ښځینه زدهکوونکیو په ګډون ۱۰ زره زدهکوونکیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې ولګول شي.
تازه خبرونه
په کابل ښار کې ځانمرګي ۶ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلورلارې کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې په ځانمرګي برید کې ۶ عام وګړي وژل شوي او د درې امنیتي ځواکونو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، نن د کابل ښار د دوهیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي.
عبدالنافع تکور وايي: مخکې له دې، چې ځانمرګى هدف ته ورسېږي؛ د امنيتي ځواکونو لخوا وپېژندل شو او له وژل کېدو وروسته يې چاودېدونکیو توکو چاودنه وکړه.
د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې د پېښې له ځایه د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۲ ټپیان روغتون ته رالېږدول شوي، چې دوه نورو یې پر لار ساه ورکړې ده.
تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.
تازه خبرونه
د داعش د مشرانو وژل کېدا به دې ډلې ته یو مهم ګوزار وي

خلیلزاد تویت کړی، چې اسلاميامارت د دوحې په تړون کې له داعش سره د مبارزې ژمنه کړې او د داعش د دغو مشرانو له منځه وړل د ژمنتیا ښکارندویي کوي.
د افغانستان لپاره د واشنګتن پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ تویت کړی؛ که د داعش د درې لوړپوړیو غړیو د وژلو ادعا تائید شي، دا به د افغانستان په شمال کې د داعش لپاره یو ستر ګوزار وي.
نوموړي زیاته کړې؛ امریکا او طالبان کولی شي، چې د دوحې هوکړې بشپړ پلي کیدو ته خپلې اړیکې زیاتې کړي؛ ځکه دا د امریکا او طالبانو په ګټه ده.
د یکشنبې پر ورځ اسلامي امارت په ډاګه کړه، چې په بلخ ولایت کې یې پر ځانګړیو عملیاتو د داعش درې مهم غړي وژلي دي.
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست څرګنده کړې؛ د داعش ډلې پخوانی والي او دوهیم نمبر مشر مولوي ضیاءالدین، د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدی او د داعش د پوځي روزنې مسوول استاد سلمان تاجکستانی له منځه وړل شوي دي.
د استخباراتو عمومي ریاست ويلي، مولوي ضیاءالدین له شهاب المهاجر مخکې د خراسان لپاره د داعش والي او د اداري او قضايي چارو مسوول و.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ استاد سلمان د تاجکستان تبعه او د پوځي روزنې او چاودیدونکیو توکو په جوړولو کې څانګوال او متخصص و.
د دغه رياست د څرګندونو له مخې، دغو کسانو د کابل، بلخ او فارياب په بريدونو کې لاس درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په ځانګړیو عملیاتو کې د داعش د هغه غړی وژل هم تائید کړل، چې د کورنیو چارو وزارت پر جومات یې د برید مشري کړې وه.
-
روغتيا1 day ago
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
-
تحول5 days ago
تحول: کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي کاري سفر
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی د خلکو غوښتنه ده – متقي
-
تازه خبرونه2 days ago
بي بي سي پارسي رادیو له ۸۲ کلونو خپرونو وروسته بندیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په بلخ کې سیلابونو مالي زیانونه واړول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران په شمال لویدیځ کې ۵.۶ درجې زلزلې ۱۶۵ کسان ټپیان کړل
-
څار5 days ago
څار: د افغان نجونو د زدهکړې پر پیل د یوناما پرلپسې ټینګار
-
نړۍ3 days ago
د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن