تازه خبرونه
اسلامي نړۍ د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د افغانستان له پرېکړې هرکلی وکړ
د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د ا.ا.ا د مشرتابه له پرېکړې هرکلی وکړ او له نړۍ یې کروندګرو ته د بدیل کښت او د روږدو د درملنې غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله اخوندزاده د یکشنبې پر ورځ (د وري ۱۴) په ټول افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر کښت د بندیز فرمان صادر کړ او سپارښتنه کوي، چې له دې وروسته به په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع وي.
د اسلامي امارت مشرتابه څرګنده کړې؛ له هغو سرغړونکیو سره، چې کوکنار وکري ورسره به له اسلامي شریعت سره سم چلند وشي.
په کابل کې د اسلامي همکاريو ټولنې (OIC) دفتر د (دوشنبې پر ورځ د وري ۱۵) د دغې ټولنې د عمومي منشي حسين ابراهيم طه د څرګندونو له مخې څرګندوي، چې د بديل کښت او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د مرستې برابرول بايد د نړيوالې ټولنې د مرستو اوینه برخه وي.
د دې ټولنې عمومي منشي زیاته کړې؛ د کوکنارو د کښت بندول د اسلامي امارت پرېکړه او هغه ژمنه ده، چې په افغانستان کې به د نشه یي توکو د تولید د مخنیوي لپاره اغېزمن کار کوي.
دغه راز په افغانستان کې د امریکا د سفارت چارسمبالی یان مککري د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت بندیز «لومړنی ګام» نومولی او د دغه فرمان پر عملي کیدو یې ټینګار کړی دی.
مککري ټویټ کړی: یو قانوني او سالم کرنیز سکټور کولی شي د افغانستان او خلکو په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی د نړیوالې ټولنې اړینه غوښتنه ده.
د اسلامي امارت د مشرتابه د کوکنارو د کښت د منع کولو له فرمان سره همهاله په هلمند ولایت کې یو شمېرسرچینو ويلي، چې د دغه ولایت په بازارونو کې د نشه يي توکو بیې درې برابره لوړې شوې دي.
په هلمند کې د نشه يي توکو یو شمېر سوداګرو امریکا غږ ته ویلي، چې اوسمهال یو “من” اپین په ۲۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو پلورل کېږي، چې پخوا ۸۵ زره پاکستانۍ کلدارې پلورل کېدل.
