تازه خبرونه

اسټرالیا باید ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړې قربانیانو ته غرامت ورکړي

 په خبرپاڼه کې راغلي؛ په ۲۰۲۰ ز. کال کې یوې پوځي څېړنې وموندله، چې اسټرالیايي پوځیانو په افغانستان کې ۳۹ ملکي بندیان وژلي دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې، چې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ یې هم غړی دي؛ پر اسټرالیا غږ کړی، چې ژر تر ژره دې د ۳۹ ملکیانو د وژنې او جنګي جنایت له کبله د هغوی کورنیو ته غرامت ورکړي.

 په خبرپاڼه کې راغلي؛ په ۲۰۲۰ ز. کال کې یوې پوځي څېړنې وموندله، چې اسټرالیايي پوځیانو په افغانستان کې ۳۹ ملکي بندیان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په راپور کې راغلي: آسټرالیا د بشري حقونو د نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون له مخې اړ ده، چې د اعدام او شکنجې قربانیانو ته تاوان ورکړي.

له بده مرغه، استرالیا په مستقیمه توګه د قربانیانو او د هغوی له کورنیو بښنه نده غوښتې او نه یې د خپلو تحقیقاتو یا نظامي اصلاحاتو خبر ورکړی دی. د غرامت ورکولو  لپاره  اسانه لارې شته او مونږ په دې برخه کې مرسته کوو.

کارپوهانو ويلي، چې له وژنو څخه دولس کاله تېر شوي او د غرامت ورکولو له ژمنې څلور کاله مخ پر تېرېدو دي؛ خو اوس هم عملي ګام پورته شوی ندی.

د کارپوهان وایي د نړیوال قانون له مخې اسټرالیا باید پر غرامت ورکولو سربېره د وژل شویو د کورنیو غړیو ته د روغتیايي او روانې حالت هم ځان خبر کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي د اسټرالیا پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له‌خوا د “جنګي جرمونو” قربانیانو ته ژر تر ژره تاوان ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي: زه پر اسټرالیا غږ کوم، چې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو له‌خوا د جنګي جنایتونو د ۳۹ قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره سمدستي خپله دنده ترسره کړي.

اسلامي امارت تل ویلي، چې نه یوازې اسټرالیا، بلکې د امریکا په ګډون د ناټو نورو هېوادونو هم جنګي جنایتونه کړي، چې د دغو جنایتونو عاملین دې محاکمه او د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړشي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر نورو هغو هېوادونو هم غږ کړی، چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه په بشپړه توګه وڅېړي.

Trending

Exit mobile version