تازه خبرونه
اسټرالیا د افغانستان د جګړې قربانیانو ته د غرامت طرحه اعلان کړه
په تېرو شل کلونو کې څه باندې ۳۹ زره اسټراليايي سرتېرو په افغانستان کې د امریکا او نورو متحدینو تر چتر لاندې د سوله ساتو ځواکونو دنده ترسره کړې ده او تر وتلو پورې یې ۴۰۰ سرتیري پاتې ول.
د اسټرالیا دفاع وزارت د هغو قربانیانو کورنیو ته، چې په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو لهخوا په غیر قانوني ډول وژل شوي او یا ورسره ناوړه چلند شوی د تاوان ورکولو له طرحې مخکتنه کړی ده.
په تېرو شل کلونو کې څه باندې ۳۹ زره اسټراليايي سرتېرو په افغانستان کې د امریکا او نورو متحدینو تر چتر لاندې د سوله ساتو ځواکونو دنده ترسره کړې ده او تر وتلو پورې یې ۴۰۰ سرتیري پاتې ول.
په هغه وخت کې یوې څېړنې وښودله، چې اسټرالیايي پوځیانو د ګڼشمېر افغانانو د وژلو او ناوړه چلند په ګډون جنګي جرمونه ترسره کړي؛ پر بندیانو یې ډزې کړي او د جسدونو ترڅنګ یې وسلې، راډیوګانې او لاسي بمونه ایښي، چې خپلو کړنو ته مشروعیت ورکړي او هغه قانوني وښیي.
موخې
تحقیقاتو سیسټمیک مسایل په ګوته کړل. لکه نیمګړې لارښوونې او جنګي کلتور، چې پر دریځ او ځواک راڅرخېدل.
د تورن جنرال پاول بریټون پر مشرۍ په ۲۰۲۰ کال بریټون نومی راپور خپور شو، چې ۲۵ اسټرالیايي پوځیان د ۳۹ افغانانو په وژنه کې ښکېل بلل شوي او د جنایي تحقیقاتو سپارښتنه یې کړې ده.
مخکې له دې، چې قانوني هڅې تر سره شي، د استرالیا د دفاعي ځواک عمومي پلټونکي د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو سپارښتنه وکړه.
د دفاع وزارت یوه ویاند د راپور موندنې تر ممکنه حده ومنلې.
د غرامت ورکول
د اسټرالیا حکومت تمه لري، چې په راتلونکیو میاشتو کې نور اعلانونه هم وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا وايي، چې دا کار کافي ندی او اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې له دې سټر جنایتونه تر سره کړي دي.
فطرت وایي: د اسټرالیا حکومت پخپلو جرمونو اعتراف کړی او تاوان یې اعلان کړی؛ خو دا یوه وړه مسله ده او [د غرامت ورکول] په افغانستان کې د دوی ټول جرمونه نشي پټولی.