نړۍ

اسپانیا ته د کډوالو د ورتګ مرګ او ژوبله ۷۲ ته لوړه شوه؛ اروپايي ټولنه د ګډ اقدام غوښتونکې شوه

د اسپانیا چارواکو ویلي، له پنجشنبې راپدېخوا له ۵۰ زره څخه ډېر کسان د ځمکې او سمندر له لارې سیوټا ته اوښتي؛ خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له ۴۸ زره ډېر مراکش ته بېرته ستانه کړ شوي او د اوونۍ په پای کې هم د ستنولو لړۍ روانه وه.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې له مراکش څخه د اسپانیا سیوټا ښارګوټي ته د کډوالو د بې‌ساري ورتګ له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه ۷۲ کسانو ته لوړ شوی دی. چارواکي وایي، د یکشنبې پر ورځ د شمالي افریقا پر ساحل د پېنځه نورو جسدونو له موندلو وروسته د مړو شمېر زیات شوی دی.

د اسپانیا چارواکو ویلي، له پنجشنبې راپدېخوا له ۵۰ زره څخه ډېر کسان د ځمکې او سمندر له لارې سیوټا ته اوښتي؛ خو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له ۴۸ زره ډېر مراکش ته بېرته ستانه کړ شوي او د اوونۍ په پای کې هم د ستنولو لړۍ روانه وه.

د سیوټا اسپانیاوي حکومت استازي میګیل انخېل پریز ویلي، د ۷۲ مړو ترڅنګ له زر څخه ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، وضعیت تر ډېره ښه شوی؛ خو عادي حالت ته د بېرته ستنېدا لپاره اوس هم نورو هڅو ته اړتیا ده.

راپور زیاتوي، یو شمېر کډوال د سمندر په اوبو کې ډوب شوي او ځینې نور د بندر له څپرمات او سرحدي کټارو څخه د اوښتو پر مهال تر پښو لاندې شوي دي. ویل کېږي، چې اقتصادي ستونزو او په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ناسمو معلوماتو ډېر کسان دې سفر ته هڅولي وه.

د مراکش کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې ۱۱ تنه، چې ډېری یې د ډوبېدا له کبله مړه شوي او د سرحد بلې غاړې د راپورونو د ارزونې چارې روانې دي.

دغه وزارت د کډوالو د دې پراخ ورتګ پړه پر ناسمو ټولنیزو رسنیو، د انسان قاچاقبرو شبکو او د اسپانیا د یوې قضایي پرېکړې پر ناسم تعبیر اچولې ده.

دغه راز د سیوټا رییس خوان خیسوس ویواس د ال پاییس ورځپاڼې ته ویلي؛ د ښار سړخونې ته ۸۸ جسدونه لېږدول شوي، چې په کې د هغو کسانو مړي هم دي، چې په تېرو دوه اوونیو کې د شپې له لارې د اوښتو په نورو پېښو کې مړه شوي وه.

له پېښې وروسته اسپانیاوي چارواکو امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي او د سیوټا پر ساحل یې ۵۰۰ مټره اوږد لامبو وهونکی خنډ هم نصب کړی دی.

دغه راز د اروپايي ټولنې ۲۲ غړیو هېوادونو د یوې ګډې لیکلې غوښتنې له لارې د بهرنیو پولو د ساتنې لپاره د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.

ایټالیا هم له اسپانیا سره د شینګن د بې‌وېزې تګ راتګ ترتیبات د یوې میاشتې لپاره ځنډولي دي.

اسپانیا، چې د ډېرو اروپايي هېوادونو پر پرتله د کډوالو پر وړاندې نرم دریځ لري؛ وایي: د بې‌اسنادو کډوالو د استوګنې نوی پروګرام د سیوټا د وروستۍ څپې لامل نه‌دی او هغه کسان، چې په ناقانونه توګه سیوټا ته ننوځي؛ د اسپانیا اصلي خاورې یا د شینګن نورو هېوادونو ته د تګ اجازه نه‌لري.

Trending

Exit mobile version