Connect with us

سیمه ییز خبرونه

پر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

خپور شوی

د

سعودي پر ایران پلوه یمني حوثي غورځنګ تور لګولی، چې د مکې پر لور یې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید هڅه کړې او دغه سپېڅلی ښار یې« سره کرښه» بللی؛ خو حوثیانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

د راپور شوي پېښې په غبرګون کې د څو هېوادونو او د اسلامي همکاریو ټولنې له‌خوا غندنې شوې دي. دې ټولنې ویلي، پر سپېڅلو ځایونو د برید هره هڅه د دغو ځایونو له حرمت څخه سرغړونه ده.

د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي ویلي، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته د مکې د پر نښه کولو لپاره د حوثیانو دوه‌یمه ادعا شوې هڅه ده. په ۲۰۱۷ز. کال کې هم د مکې پر لور بالسټیک توغندی توغول شوی و.

دا پېښه په  داسې وخت کې رامنخته کیږي، چې سعودي په سیمه کې د پراخې جګړې له کبله له بیاځلي امنیتي فشارونو سره مخ دی. د راپور له مخې، حوثیانو پر سعودي تاسیساتو او په سره بحیره کې پر بېړیو هم بریدونه کړي دي.

سعودي د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې – ترکیه او پاکستان

له ترکیې او پاکستان سره د سعودي اعلان شوې دفاعي همکاري د دې راپور شوې پېښې په غبرګون کې نه‌ده فعاله شوې.

د ترکیې او پاکستان چارواکو اسوشیټېډ پرس ته ویلي، ریاض تر اوسه د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې.

یوه ترکي چارواکي ویلي، د دې ائتلاف د عملي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره اوس هم ځینې چارې باید بشپړې شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د راپور شوي برید غندنه کړې او وایي، پاکستان او سعودي« اوږه پر اوږه» ولاړ دي.

د سعودي یوه جنګي الوتکه مو نسکوره کړې – حوثیان

حوثیانو ادعا کړې، چې د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف یوه «اف-۱۵» جنګي الوتکه یې د یمن د مرکزي مآرب ولایت په فضا کې نسکوره کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند برید جنرال یحیی سریع د ادعا شوې پېښې د وخت په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي. اسوشیټېډ پرس ویلي، چې په خپلواکه توګه یې د دغې ادعا د کره‌والي پخلی نه‌دی کړی.

امریکايي چارواکو ویلي، واشنګټن اوس‌مهال نه‌غواړي په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکېل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ حوثیانو څرګنده کړې، چې نه‌غواړي له امریکا سره جګړه وکړي. د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم ویلي، واشنګټن له سعودي او حوثیانو دواړو سره اړیکې لري.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چین ته تللی او تمه ده، چې په خبرو کې به د سیمې جګړه او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ هم تر بحث لاندې راشي.

سیمه ییز خبرونه

ایران د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان پر ګډون له سیمه‌ییزې امنیتي غونډې خبر ورکړ

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

Published

on

 

ایران ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو پر ګډون به د سیمه‌ییز امنیت په اړه غونډه جوړه شي، چې په کې به د سیمې پر امنیتي بدلونونو او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشي.

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

د باقري د څرګندونو له مخې، د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

باقري ټینګار کړی، چې د تهران سټراټیژیک سیاست د سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې د امنیت ټینګښت او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی دی.

که څه هم د ایران دولتي رسنیو د دې غونډې د جوړېدا کره نېټه نه‌ده اعلان کړې؛ خو رویټرز خبري آژانس د دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه به د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.

دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې، چې ویل کیږي؛ د ایران پر ملاتړ د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او د سیمې امنیتي وضعیت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې دي. که دا غونډه جوړه شي؛ نو د ایران او درې نورو هېوادونو ترمنځ به د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو په اړه د لوړپوړو خبرو زمینه برابره کړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نه‌کوو – ایران

د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران د سې‌شنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته ویلي: تر هغې، چې د تهران غوښتنې  منل شوې نه‌وي؛ له واشنګټن سره به خبرې ونه‌کړي. دا څرګندونه په داسې حال کې شوې، چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لري. د دغه هېواد د منځګړیتوب پخوانیو هڅو د جون په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند هوکړې ته زمینه برابره کړې وه؛ خو د اسلام‌آباد یادښت هوکړه ژر له ماتې سره مخ شوه؛ ځکه څو اوونۍ وروسته د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوه.

د ایراني سرچینو د راپور له مخې؛ عاصم منیر د ایران د ولسي جرګې له رییس محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي.

قالیباف ویلي؛ واشنګټن تر هغې د تهران باور نه‌شي بېرته ترلاسه کولی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران د تېرې میاشت وړاندې شوي اووه شرطونه یې نه‌وي پوره کړي.

دغه شرطونه د ایران پر بندرونو د امریکا د کلابندۍ پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسول رانغاړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او څرګندوي، چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدا پورې به له واشنګټن سره خبرې ونه‌شي.

رضايي زیاته کړې، د ایران ټولې غني شوې اټومي زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. هغه د ایران د ستر مذهبي مشر آیت‌الله مجتبی خامنه‌یي دریځ بیا تکرار کړی، چې له مخې یې د وسلو جوړولو کچې ته نږدې غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونه‌لېږدول شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا په «ماناداره» توګه راکمه کړي.

اسرائیل، امریکا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه له اوږده وخت راپدخوا ایران د اټومي وسلو پر جوړولو تورنوي. دوی د خپلو تورونو دلیل د ایران له‌خوا د یورانیمو تر ۶۰ سلنې پورې غني کولو ته نغوته کوي؛ دا کچه د ملکي موخو لپاره له اړتیا ډېره لوړه او د اټومي وسلې لپاره اړینې نږدې ۹۰ سلنې کچې ته ورنږدې ده؛ خو ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې ردوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

Published

on

 

د راپورونو له مخې، د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله یو ښوونکی او ۲۱ زده‌کوونکي مړه شوي دي.

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قربانیانو پر مړینه خپله « ژوره خواشیني او خفګان» څرګند کړی دی.

په پاکستان کې، چې څه باندې ۲۴۰ میلیون وګړي لري، د ودانیو او چتونو لوېدل یوه عادي پېښه ده، چې ډېری وخت د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتولو او د ودانیزو بې‌کیفیته توکو کارولو ته منسوبېږي.

د روان کال په جون میاشت کې هم د پاکستان په ختیځ لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت لوېدا له کبله له لس ډېر زده‌کوونکي مړه شوي وه.

همدارنګه، په ۲۰۲۵ز. کال کې د کراچۍ د ښار د یوې پېنځه‌پوړیزې ودانۍ د نړېدا له کبله ۲۷ کسان مړه شول او لس نور ټپیان شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!