تازه خبرونه

افغانان له پاکستان څخه په ډېر بد وخت کې ستنېدو ته اړ شول – د خواړو نړیوال پروګرام

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د خواړو نړیوال پروګرام رییس ويلي، افغانان د کال په خورا بد وخت کې له پاکستان څخه کډه ولو ته اړ شوي او اوس د ژمي په سړه هوا کې د اوسېدلو لپاره ځای نه‌لري.

مېرمن شاوي لي ویلي، چې راستانه شوي کډوال نه یوازې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، بلکې په افغانستان کې د خپل ژوند د بیا جوړونې لپاره هم مرستې ته اړ دي.

د خواړو نړیوال پروګرام د ژمي له رارسېدو سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغان کډوال د کال په تر ټولو بد وخت کې له پاکستان کډه کوي او اوس د ژمي په سړه هوا کې د اوسیدلو لپاره ځای نه‌لري.

په افغانستان کې د دې ادارې استازې او مشرې شاوي لي ويلي، چې تر اوسه يې له ٢٥٠ زره څخه زياتو خلکو سره مرسته کړې او له يوميليون ډېر کسان مرستو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشره شاوي لي وایي: هغوی اړ شول، چې په خورا بد وخت کې افغانستان ته ستانه شي. هر یو، چې ما ولیده هغه ویل؛ دوی نه پوهیږي، چې څنګه په دې سخت ژمي کې ژوند وکړي. ډېرۍ هغه میرمنې، چې له پاکستان څخه راستانې شوي له خپلو میړونو پرته شړل شوي او خاوندان یې د پاکستانيو پولیسو له خوا نیول شوي او  بندیان دي. د دې کډوالو لپاره هیڅ د ارام غېږه نشته. دغه راز له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال هم د پاکستانيو ځواکونو له چلنده شکایت کوي او وايي، چې دا بهیر باید ودرول شي او یا هم پاکستان پرېږدي، چې کډوال خپلې پیسې هم انتقال کړي.

که څه هم تمه وه، چې د دې پروسې د درولو لپاره به د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې وشي؛ خو ظاهراً پاکستان چمتو نه‌دی، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او اسلامي امارت هم وايي، چې له راستنېدونکیو کډوالو سره پوره مرسته کوي.

پاکستان د نوامبر پر لومړۍ نېټه د اووه میلیون بې‌اسنادو افغان کډوالو د لسمې برخې د ایستلو بهیر پیل کړ او د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغو ټولو کډوالو ایستل به دوه میاشتې وخت ونیسي. دا مهال له پاکستان څخه شاوخوا ۴۰۰ زره  افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version