تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د انرژۍ په برخه کې د سټراتیژیکو همکاریو او د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه پروژې پر پلي کېدا ټینګار وکړ
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، په ازبکستان کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، متقابلو همکاریو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، د دغه شرکت د اجرائیوي رییس عبدالحق همکار پر مشرۍ پلاوي د ازبکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال امید محمدامینوف او د دغه هېواد د تخنیکي او انجنیرۍ ادارو له مسوولانو سره د انرژۍ په برخه کې د سټراټیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، په ازبکستان کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، متقابلو همکاریو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د برښنا د تولید، لېږد او وېش شبکو د پراختیا، د تخنیکي وړتیاوو لوړولو، د انجنیرۍ او طرحې په برخو کې د همکاریو، د ځیرکو برښنايي میترونو کارولو، د انرژۍ د اوږدمهاله پلان جوړونې او د افغانستان د برښنا سکټور د عصري کولو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ازبکستان د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې د بشپړې همکارۍ چمتووالی ښودلی او ټینګار یې کړی، چې باثباته او باوري برښنا د افغانستان د اقتصادي ودې، د کانونو پراختیا او صنعتي کېدا لپاره له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده.
د ازبکستان چارواکو ویلي؛ همکارۍ به یوازې د برښنا تر صادرولو محدودې نهوي، بلکې د تولید، لېږد، وېش او تخنیکي وړتیاوو لوړولو برخې به هم رانغاړي.
د برښنا شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د ازبکستان له وړاندیزونو هرکلی کړی او څرګندوي:« مونږ د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د ازبکستان وړاندیزونه مهم او ارزښتناک ګڼو. اوس اړتیا ده، چې د دواړو هېوادونو د همکاریو لپاره روښانه او عملي نقشه جوړه او د پلي کېدا پړاو ته وردننه شوو.»
هغه زیاته کړې؛ افغانستان برښنا د تولید په برخه کې پراخو تخنیکي څېړنو ته اړتیا لري او غواړي؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کوچنیو او منځنیو کچو اوبو، لمریزې، ګازي او سکرو پر بنسټ د برښنا تولید پروژو لپاره هر اړخیزې د امکانسنجۍ څېړنې ترسره شي، چې د افغانستان لپاره د ملي انرژۍ نقشه جوړه شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د افغانستان موخه یوازې د برښنا واردول نهدي، بلکې دا هېواد غواړي د برښنا د تولید، لېږد او وېش وړتیاوې پیاوړې کړي.
هغه ویلي، د انجنیرۍ، طرحې، تولید، ګټې اخیستنې او د برښنا د بنسټیزو ودانیو د ساتنې په برخو کې تخنیکي همکارۍ د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي.
د برښنا شرکت اجرائیوي رییس همداراز ټینګار کړی، چې د ګډ پلان، پیاوړې تخنیکي همغږۍ او عملي پرېکړو له لارې به د افغانستان د انرژۍ سکټور راتلونکی روښانه او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې به هم پیاوړې شي.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا لېږد پروژې د پرمختګ په اړه هم خبرې کړي او د دې پروژې د ژر او پر وخت پلي کېدا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی. دواړو خواوو ژمنه کړې، چې شته ستونزې به د تخنیکي همغږۍ او ګډو همکاریو له لارې اوارې کړي.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال هم ویلي، چې د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره به ۱۵ کلن جامع پلان جوړ شي او د تخنیکي څېړنو او د امکانسنجۍ له بشپړېدا وروسته به د لومړیتوب لرونکو پروژو تخنیکي جزئیات او لګښتي اټکلونه له برښنا شرکت سره شریک شي.
ویل کیږي؛ دواړو لوریو د ګډو تخنیکي کاري ډلو پر جوړولو، د تجربو او ټکنالوژۍ پر تبادلې، د وړتیاوو پر لوړولو او د افغانستان د انرژۍ سکټور د عصري کولو لپاره د عملي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.