سوداگري

افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره ګډ کمیسیون جوړوي

د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

افغانستان او ترکمنستان په هرات کې د دوه ورځنیو خبرو پر مهال هوکړه کړې، چې د سړکونو له لارې د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره د سړکونو د ټرانسپورټ ګډ کمیسیون جوړ کړي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ترکمنستان موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر آسانتیا، د لاجورد ټرانزیټي لارې فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتول د دغو خبرو اړینې برخې وې.

دواړو لوریو د اوسپنې‌پټلۍ په لارو جوړولو کې د همکاریو د پراختیا، دوه‌اړخیزې سوداګرۍ او د ټرانزیټ د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي. ټاکل شوې، چې د خصوصي سکټور استازي هم د دغو همکاریو اړوند په ځینو ناستو کې ګډون وکړي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې استازو ګډون کړی و او د افغانستان پلاوي د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر مشرۍ په خبرو کې برخه اخیستې.

د لاجورد لاره افغانستان د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان او ترکیې له لارې له سیمه‌ییزو او اروپايي بازارونو سره نښلوي. د دې لارې پراختیا کولی شي د افغانستان ټرانزیټي لارې پراخې او له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د توکو د لېږد زمینه زیاته کړي.

ترکمنستان هم په وروستیو کلونو کې د سړکونو، اواوسپنې‌پټلې لارو او بندري شبکو پراختیا ته پاملرنه کړې ده. د ترکمن‌باشي نړیوال بندر، د دې هېواد له ځمکنیو او اوسپنیزو لارو سره یوځای، د منځنۍ آسیا او کسپین بحیرې د پراخې ټرانزیټي شبکې یوه برخه بلل کېږي.

Trending

Exit mobile version