Connect with us

سوداگري

افغانستان او هند د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

په دې ناسته کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، په هند کې د افغانستان سفیر نوراحمد نور، د دغه وزارت د صادراتو رییس شهاب لېوال او د سوداګریزو ټولنو یو شمېر استازو او افغان سوداګرو ګډون کړی و.

خپور شوی

د

 

د افغانستان رسمي او سوداګریز پلاوي د هند نړیوالې سوداګرۍ د پنځه‌څلوېښتم نندارتون په څنډه کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فډراسیون له چارواکو سره په یوه ناسته کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پر آسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، په هند کې د افغانستان سفیر نوراحمد نور، د دغه وزارت د صادراتو رییس شهاب لېوال او د سوداګریزو ټولنو یو شمېر استازو او افغان سوداګرو ګډون کړی و.

دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا، د توکو د لېږد د آسانتیا، د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره د هند د بندرونو له ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې، د بدیلو ټرانزیټي لارو د رامنځته کولو او د لېږد رالېږد د لګښتونو د کمولو په اړه خبرې وکړې.

هند ته د افغانستان د صادراتو پراختیا، پر ځانګړې بڼه د وچې مېوې، زعفرانو او نورو کرنیزو محصولاتو په برخه کې د خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د ګډو پانګونو لپاره د زمینې برابرول هم د دې ناستې له نورو مهمو موضوعاتو څخه ول.

دغه راز افغانستان ته د هند د درملو او درملیزو محصولاتو پر صادراتو، د باکیفیته درملو د واردولو پر آسانتیا، د روغتیايي معیارونو پر مراعتولو او د دواړو هېوادونو د درمل جوړولو شرکتونو ترمنځ د مستقیمو تړونونو پر رامنځته کولو خبرې وشوې.

په مالي برخه کې هم دواړو لوریو د پیسو د لېږد ستونزې، بانکي آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو د ورکړې چټکتیا او د ګمرکي همکاریو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړل.

په دې ناسته کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فډراسیون، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او مسلکي اتحادیو ترمنځ د بنسټیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي، چې له هند سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا کولی شي د افغانستان محصولاتو ته سیمه‌ییزو بازارونو ته د ښه لاسرسي او د پانګونې د نویو فرصتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.

سوداگري

په پاکستان کې د انارو بیې دوه برابره لوړې شوې

د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې د لوړ کیفیت لرونکو انارو بیه په هر کیلوګرام کې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانۍ روپیو( ۳ ډالرو) ته رسېدلې ده. په داسې حال کې، چې تېر کال په همدې وخت کې یې بیه ۴۰۰ روپۍ( ۱.۴۴ ډالره) وه.

Published

on

 

عرب‌نیوز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدا له کبله په پاکستان کې د انارو بیې له دوه برابرو ډېرې لوړې شوې دي.

د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې د لوړ کیفیت لرونکو انارو بیه په هر کیلوګرام کې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانۍ روپیو( ۳ ډالرو) ته رسېدلې ده. په داسې حال کې، چې تېر کال په همدې وخت کې یې بیه ۴۰۰ روپۍ( ۱.۴۴ ډالره) وه.

د سوداګرو د څرګندونو له مخې: د لس کیلوګرامه غټو انارو بیه، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې شاوخوا څلور زره روپۍ(۱۴ ډالره) وه؛ اوس لس زره روپیو (۳۶ ډالرو) ته لوړه شوې ده.

پاکستان له دې مخکې د افغانستان د انارو له سترو واردوونکو هېوادونو څخه و؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ له بندېدا او د کړکېچ له زیاتېدا سره د پاکستان په بازارونو کې د انارو عرضه کمه شوې ده.

د پاکستان د احصائې ادارې د څرګندونو له مخې، دې هېواد په ۲۰۲۴ز.کال کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو پر ارزښت انار وارد کړي وه.

د چمن سوداګرۍ خونې پخواني رییس او د افغان انارو واردوونکي حاجي جلال‌خان اڅکزي ويلي؛ د سوداګرۍ بندېدا نه یوازې پېرودونکو ته، بلکې واردوونکو، ټرانسپورټي شرکتونو او د ګمرک استازو ته هم زیان اړولی دی.

هغه ویلي، له دې مخکې د انارو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ باروړونکي موټر د چمن له لارې پاکستان ته د افغانستان انار لېږدول.

اڅکزي زیاته کړې؛ د بلوچستان کورنی تولید د پاکستان د ټولو بازارونو اړتیاوې نه‌شي پوره کولی او له کابل او اسلام‌آباد څخه یې وغوښتل، چې خپل اختلافات حل او دوه‌اړخیزه سوداګري بېرته پیل کړي.

خو هغه خبرداری ورکړ، چې د سوداګرۍ ګډوډۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پراخو راکړو ورکړو هم ناوړه اغېز کړی دی؛ ځکه له دې مخکې د پاکستان کرنیز محصولات افغانستان ته صادرېدل او له هغه ځایه د منځنۍ آسیا بازارونو ته لېږدول کېدل.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې د سوداګرۍ له بندېدا راپدېخوا افغانستان ته د دغه هېواد صادرات شاوخوا یو میلیارډ ډالر کم شوي دي.

د پاکستان اړوند وزارت اټکل کړی، چې د سیمه‌ییزو شخړو، د سوداګرۍ د ګډوډۍ او د توکو د لېږد د لګښتونو د لوړېدا له کبله د روان کال له جولای څخه تر اوکټوبر پورې د پاکستان سوداګریز زیانونه شاوخوا ۳۸۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۴, ۱۴۰۵

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شنبې پر ورځ په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین د بیا فعالولو مراسم پرانیستل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

نوموړي له پانګوالو او صنعت‌کارانو وغوښتل، چې د هېواد په آبادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.

Continue Reading

سوداگري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د هند پر بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ

د دغه وزارت د خبري څرګندونو له مخې؛ زاهد به د دې سفر پر مهال د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او دغه راز به د هند له لوړپوړیو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګه‌والو سره وګوري.

Published

on

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د یوه پلاوي پر مشرۍ د هند پر بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت د خبري څرګندونو له مخې؛ زاهد به د دې سفر پر مهال د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او دغه راز به د هند له لوړپوړیو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګه‌والو سره وګوري.

په دې سفر کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.

ویل کیږي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو ورپېژندل او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول بلل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!