سوداگري
افغانستان او هند د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
په دې ناسته کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، په هند کې د افغانستان سفیر نوراحمد نور، د دغه وزارت د صادراتو رییس شهاب لېوال او د سوداګریزو ټولنو یو شمېر استازو او افغان سوداګرو ګډون کړی و.
د افغانستان رسمي او سوداګریز پلاوي د هند نړیوالې سوداګرۍ د پنځهڅلوېښتم نندارتون په څنډه کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فډراسیون له چارواکو سره په یوه ناسته کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پر آسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، په هند کې د افغانستان سفیر نوراحمد نور، د دغه وزارت د صادراتو رییس شهاب لېوال او د سوداګریزو ټولنو یو شمېر استازو او افغان سوداګرو ګډون کړی و.
دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا، د توکو د لېږد د آسانتیا، د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره د هند د بندرونو له ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې، د بدیلو ټرانزیټي لارو د رامنځته کولو او د لېږد رالېږد د لګښتونو د کمولو په اړه خبرې وکړې.
هند ته د افغانستان د صادراتو پراختیا، پر ځانګړې بڼه د وچې مېوې، زعفرانو او نورو کرنیزو محصولاتو په برخه کې د خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د ګډو پانګونو لپاره د زمینې برابرول هم د دې ناستې له نورو مهمو موضوعاتو څخه ول.
دغه راز افغانستان ته د هند د درملو او درملیزو محصولاتو پر صادراتو، د باکیفیته درملو د واردولو پر آسانتیا، د روغتیايي معیارونو پر مراعتولو او د دواړو هېوادونو د درمل جوړولو شرکتونو ترمنځ د مستقیمو تړونونو پر رامنځته کولو خبرې وشوې.
په مالي برخه کې هم دواړو لوریو د پیسو د لېږد ستونزې، بانکي آسانتیاوې، افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو د ورکړې چټکتیا او د ګمرکي همکاریو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړل.
په دې ناسته کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فډراسیون، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او مسلکي اتحادیو ترمنځ د بنسټیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي، چې له هند سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا کولی شي د افغانستان محصولاتو ته سیمهییزو بازارونو ته د ښه لاسرسي او د پانګونې د نویو فرصتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.