لوبی
افغانستان او هند په راتلونکي کال کې درې شل اوریزې سیالۍ لري
(Last Updated On: لړم ۳۰, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړی، چې د کرکت ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ ز.کال په جنورۍ میاشت کې له هند سره د درې شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره هغه هېواد ته سفر وکړي.
دا سیالۍ به په ترتیب د جنورۍ پر یوولسمه، حوارلسمه او اووهلسمه په موهالي، ایندور او بنګلور لوبغالیوکې ترسره شي.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان او هند د شل اوریزو لوبو په لړ کې له یو بل سره مخ کیږي.
د افغانستان کرکت لوبډلې په دې وروستیو کې د هند پر کوربتوب د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړ او د لس لوبډلو تر منځ یې شپږم مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې افغانستان بریالی شو، چې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالند لوبډلې وګټي.