Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نه‌کړ شي – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ویلي، څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان پر پوله ځینې تحرکات رامنځته شوي وه؛ خو اوس دغه وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وسله‌والې نښتې په اړه د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د څرګندونو په غبرګون کې ډاډ ورکړی، چې په دې سیمه کې به هیڅ راز پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي.

مجاهد ویلي، څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان پر پوله ځینې تحرکات رامنځته شوي وه؛ خو اوس دغه وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

هغه زیاته کړې، چې د دغې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو فعالیتونه له پخوا راپدېخوا موجود دي او هغوی له دې لارې تګ راتګ کوي؛ خو هغه زیاته کړې، له دې پرته هيڅ پوځي نښته یا جدي امنیتي ستونزه نشته.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې هیچاته به له افغانستان څخه د تاجکستان پر ضد د دې خاورې د کارولو اجازه ور نه‌کړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې له دې مخکې ویلي وه، چې دوه افغان وګړي په یوه سرحدي نښته کې وژل شوي دي. د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، دغو کسانو په ناقانونه توګه د تاجکستان خاورې ته ننوتلي وه او د نشه‌يي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.

تازه خبرونه

په بدخشان کې د بدیلو عایداتي سرچینو پر پراختیا د یوناما ټینګار

د یوناما د څرګندونو له مهخې؛ ګانیون له سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ټولنې له استازو سره د خلکو پر ژوند د اغېز کوونکو موضوعاتو؛ د ښځو د وضعیت او د نشه‌يي توکو د پایلو د کمولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر(یوناما) ويلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او سرپرستې جورجټ ګانیون بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د بدیلو عایداتي سرچینو د پراختیايي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې پر ډېرو پرله‌پسې پانګونو ټینګار کړی دی.

د یوناما د څرګندونو له مهخې؛ ګانیون له سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ټولنې له استازو سره د خلکو پر ژوند د اغېز کوونکو موضوعاتو؛ د ښځو د وضعیت او د نشه‌يي توکو د پایلو د کمولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

هغې په فیض‌آباد ښار کې له ښځینه متشبثینو سره لیدلي او د روږدو کسانو د درملنې او بیا رغونې له یوه مرکز څخه یې هم لیدنه کړې، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا یې ملاتړ کیږي.

ګانیون د کشم ولسوالۍ په سفر کې د ښځو لپاره له یوه خوندي ځای او د لبنیاتو له یوه داسې پروسس مرکز څخه هم لیدنه کړې، چې ښځې یې اداره کوي او د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل عاید زمینه برابروي.

یوناما زیاته کړې، چې ګانیون د افغانستان له خلکو څخه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ټینګار کړی او د تلپاتي بدیلو عایداتي فرصتونو او بدیلو پراختیايي لارو په برخه کې یې د ډېرو پانګونو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه لیدنې د تولید له نوې ټکنالوژۍ او لارو چارو سره د بلدتیا، د تولیدي او صنعتي وړتیاوو د ارزونې، د کارخونو د مدیریت او فعالیت د څرنګوالي د څېړنې، د پانګه‌والو د هڅونې او د تخنیکي پوهې او تجربو د لېږد ترسره شوې دي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۵

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري کوله او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په کې و؛ په بلاروس کې له یو شمېر سترو دولتي او خصوصي تولیدي کارخونو لیدنه کړې ده.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه لیدنې د تولید له نوې ټکنالوژۍ او لارو چارو سره د بلدتیا، د تولیدي او صنعتي وړتیاوو د ارزونې، د کارخونو د مدیریت او فعالیت د څرنګوالي د څېړنې، د پانګه‌والو د هڅونې او د تخنیکي پوهې او تجربو د لېږد ترسره شوې دي.

افغان پلاوي د دغو لیدنو پر مهال د غلو- دانو د پروسس، کیمیاوي سرو او خوراکي توکو د تولید، لبنیاتو، بورې، غوښې او حیواني درملو له کارخونو څخه لیدنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې افغان پلاوي په افغانستان کې د ورته کارخونو د جوړولو امکانات هم ارزولي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان په ایران کې اعدام شو

د بشري حقونو«هه‌نګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۵

یو ۲۰ کلن قائم حسيني نومی افغان ، چې ویل کېږي د ایران په تېر کال اعتراضونو کې یې ګډون کړی و؛ له نیولو وروسته په اصفهان کې اعدام شوی دی.

د بشري حقونو«هه‌نګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.

د «میزان» خبري آژانس د راپور له مخې؛ حسيني د «محاربه»، «په ځمکه کې فساد خپرول»، «د ملي امنیت پر ضد اقدام» او «د عامه شتمنیو ویجاړولو» پر ګډون په یو شمېر تورونو کې پر اعدام محکوم شوی و.

نوموړی د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال د مرغومي پر اته‌لسمه د اصفهان د علیخاني میدان په رامنځته شویو پېښو کې پر ګډون تورن شوی و؛ په دغو پېښو کې د ایران څلور امنیتي سرتېري وژل شوي وه.

حسيني د دې قضیې پېنځم تورن کس دی، چې اعدامېږي.

له هغه مخکې څلور نور تورن کسان، چې د هغه د ترور زوی ګل‌محمد محمدي هم په کې و؛ اعدام شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!