تازه خبرونه
د جرمني د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو پر ګډون د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړه
کروپالا د« بیلډ» ورځپاڼې له« اونټر ټسوای» پوډکاسټ سره په مرکه کې، چې د نومبر پر شلمه( د جمعې پر ورځ) خپره شوې ویلي، چې په دې ډله کې د اوکراین، سوریې او افغانستان هغه وګړي هم شامل دي، چې په جرمني کې قانونه ژوند کوي.
د جرمني د ښي اړخي ګوند ګډ مشر تینو کروپالا له دې هېواده د ۲.۶ میلیونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنېدا غوښتنه کړې ده. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اوکراین د جګړې له پای ته رسېدا او په سوریه او افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدا سره به دغه وګړي نور نړیوال ملاتړ ته اړتیا ونهلري.
کروپالا د« بیلډ» ورځپاڼې له« اونټر ټسوای» پوډکاسټ سره په مرکه کې، چې د نومبر پر شلمه( د جمعې پر ورځ) خپره شوې ویلي، چې په دې ډله کې د اوکراین، سوریې او افغانستان هغه وګړي هم شامل دي، چې په جرمني کې قانونه ژوند کوي.
هغه زیاته کړې، چې د هغو کسانو ترڅنګ، چې جرمونه یې کړي یا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي؛ د دغو هېوادونو هغه وګړي هم باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي، چې د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لاملونه یې له منځه تللي وي.
د کروپالا دغو څرګندونو د هغه په ګوند کې غبرګونونه او اختلافونه راپارولي دي.
د دغه ګوند یوه غړي ماکسیمیلیان کرا له دې مخکې د کډوالو د ایستلو په بهیر کې د غیرواقعي تمو په اړه خبرداری ورکړی و او څرګندوي، چې ان د ۲۰۰ زره کسانو ایستل به هم له دوهیمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا په تاریخ کې تر ټولو پراخ عملیات وي.
په همدې حال کې د کډوالۍ چارو کارپوه او د جرمني د کنسټانټس پوهنتون استاد ډانیل ټیم ویلي، چې د کروپالا څرګندونې داسې انګېرنه رامنځته کوي، چې ګواکې میلیونونه اوکراینیان، سوریایان او افغانان به په چټکۍ او ډلهییزه بڼه له جرمني وایستل شي؛ خو په داسې حال کې، چې د هر وګړي د نړیوال ملاتړ وضعیت باید بېلابېل وڅېړل شي.
تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
یاد وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې یې له ۲۳ زره هکټارو څخه زیاته ځمکه د نشهیي توکو له کښت څخه پاکه کړې او د ارزونو له مخې یې په هېواد کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی دی.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر تازه راپور رد کړی او د دغه راپور د ارزونې پر کړنلارې یې نیوکه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې یې له ۲۳ زره هکټارو څخه زیاته ځمکه د نشهیي توکو له کښت څخه پاکه کړې او د ارزونو له مخې یې په هېواد کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په ۲۰۲۶ز.کال کې تر ۳۰۰ سلنې ډېر زیات شوی او څه باندې ۴۳ زره هکټاره ځمکې ته رسېدلی دی. په داسې حال کې، چې دغه کچه تېر کال شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه.
د یاد دفتر د«۲۰۲۶ز. کال لپاره د افغانستان د تریاکو د وضعیت ارزونې» د راپور له مخې؛ د تریاکو تولید هم نږدې ۴۰۰ سلنه زیات شوی او په ۲۰۲۵ز.کال کې له نږدې ۳۰۰ ټنو څخه په روان کال کې شاوخوا یو زر او ۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
راپور ښيي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مرکز شمالختیځو ولایتونو ته لېږدول شوی او د کښت شاوخوا ۷۶ سلنه ځمکه په همدې سیمه کې ده.
بدخشان او تخار د کوکنارو د کښت له مهمو مرکزونو څخه بلل شوي دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۶ز. کال کې د ۱۶ ولایتونو د کوکنارو کښت ثبت شوی، چې د تېر کال پر پرتله پنځه ولایتونه زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر د بزګرانو اقتصادي ستونزې او د بدیل عاید د فرصتونو محدودیت د کوکنارو د کښت د بیا زیاتېدا اصلي لاملونه بللي او خبرداری یې ورکړی، چې له بزګرانو څخه له دوامدار ملاتړ پرته به د دغه بوټي د کښت مخنیوی ستونزمن وي.
په راپور کې راغلي، چې د وچو تریاکو د هر کیلوګرام منځنۍ بیه په ۲۰۲۵ز.کال کې له شاوخوا ۵۷۰ ډالرو څخه په روان کال کې ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې؛ خو اوس هم د نشهیي توکو پر سراسري بندیز د لګېدو له مخکینۍ کچې څخه د پام وړ لوړه ده.
ملګرو ملتونو زیاته کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید، سره له دې زیاتوالي، اوس هم د بندیز له لګېدا مخکې کچې ته نهدي رسېدلي. هغه مهال څه باندې ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت ویلي وه؛ د کوکنارو کښت، پلور او قاچاق د افغانستان له پولو بهر ته لېږدېدلی دی.
تازه خبرونه
افغانستان د اسلامآباد د ایکو غونډې له حذفېدا وروسته د تهران سرمشریزې ته ځي
ټاکل شوې، چې د ایکو اتهلسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به د اقتصادي همکاریو ټولنې( ایکو) په اتهلسمه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر غاړه ولري.
ټاکل شوې، چې د ایکو اتهلسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي، چې د نومبر پر پنځلسمه او شپاړلسمه په اسلامآباد کې د پاکستان پر کوربهتوب د اقتصادي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په دېرشمه غونډه کې له ګډون څخه پاتې شو. په داسې حال کې، چې افغانستان د دې سیمهییزې ټولنې غړی هېواد دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې کابل ته بلنه ورکړ شوې نهوه؛ ځکه اسلامآباد د افغانستان اوسنۍ اداره پر رسمیت نهپیژني.
پاکستانيو چارواکو دا ادعا هم کړې، چې د افغانستان غړیتوب د اقتصادي همکاریو ټولنې د دارالانشا لخوا ځنډول شوی دی.
دا پرېکړه د افغان چارواکو له نیوکو سره مخ شوه.
اسلامي امارت استدلال کوي، چې سیاسي اختلافات باید د سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو او همکاریو په برخه کې د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي.
د تهران په سرمشریزه کې د افغانستان ګډون به کابل ته دا فرصت برابر کړي، چې له سیمه ییزو شریکانو سره د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، ټرانسپورټي نښلون او سیمهییزو همکاریو ته ورته مسایلو په اړه بیا اړیکې ټینګې او خبرې اترې وکړي.
تازه خبرونه
ترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
فیدان د شنبې پر ورځ( د لړم پر دېرشمه له« ټيجيآرټي» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ترکیې په تېرو وختونو کې افغانستان ته خپل ځواکونه لېږلي وه؛ خو هیچا نیوکه نهکوله، چې ښايي د ترکیې سرتېري هم په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته ورته په غرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د مکې له دفاعي تړون سره د دغه هېواد پر یوځای کېدا د نیوکې پر مهال په افغانستان کې د ترکیې پوځي حضور ته پر نغوته(اشاره) له دې پرېکړې دفاع کړې ده.
فیدان د شنبې پر ورځ( د لړم پر دېرشمه له« ټيجيآرټي» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ترکیې په تېرو وختونو کې افغانستان ته خپل ځواکونه لېږلي وه؛ خو هیچا نیوکه نهکوله، چې ښايي د ترکیې سرتېري هم په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته ورته په غرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د هغه څه په اړه، چې د تړون پر منتقدانو یې دوهګونی دریځ وباله ویلي:« کله، چې د ناټو غړي یو، کومه ستونزه نهشته؛ خو کله، چې د مکې د دفاعي تړون خبره کېږي؛ ستونزه رامنځته کېږي. په داسې حال کې، چې موخه یې هم یو مسلمان هېواد دی.»
فیدان ټینګار کړی، چې له دغه تړون سره د ترکیې یوځای کېدل په دې معنا نهدي، چې دغه هېواد به سمدستي جګړې ته داخل شي.
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر یوه غړي هر ډول وسلهوال برید پر ټولو درې هېوادونو برید ګڼل کېږي. د ترکیې پارلمان هم د نومبر په میاشت کې دغه تړون رسمي تصویب کړی دی.
-
تازه خبرونه3 days agoڅلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoشمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
-
نړۍ3 days agoتر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر له عیسویانو ډېر شي – «پیو» مرکز
-
تازه خبرونه4 days agoبېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
-
تازه خبرونه3 days agoافغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
