لوبی

افغانستان ایرلینډ ته په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د درې ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

د ایرلینډ کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶،۳آورونو کې وسوځېدل او ۲۰۶ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۰, ۱۴۰۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې پر ورځ( د زمري نولسمه ) د پېنځه یو ورځنۍ لوبو د لړۍ په درېیمه لوبه کې ایرلینډ ته د درې ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې وشوه.

افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د ایرلینډ کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶،۳آورونو کې وسوځېدل او ۲۰۶ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

راشد خان او الله‌محمد غضنفر د افغانستان لپاره درې – درې ویکټې واخیستې.

د افغانستان ملي لوبډلې په دوه‌یمه پاڼۍ کې د غوره توپ‌وهنې له کبله ټاکل شوی هدف په ۴۴،۵آورونو کې د اووه لوبغاړو پر له لاسه ورکولو پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

افغانستان د دې لړۍ دوه‌یمه لوبه هم پر ۹۲ منډو ګټلې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه به د چارشنبې پر ورځ( د زمري یوویشتمه / د اګست دولسمه ) د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.

د کرکټ مینه‌وال کولی شي دا لوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه وګوري.

Trending

Exit mobile version