لوبی
افغانستان بنګلهدېش ته د ماتې ورکولو چانس ورنهکړ او لوبه مساوي پای ته ورسېده
افغان لوبډلې په پېنځه ورځنۍ لوبه کې د بنګلهدېش د بریا مخه ونیوله او په دوهیمه پاڼۍ کې یې ۱۴۲ آورونه ولوبول.
افغانستان د سېشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له بنګلهدېش سره د یوې ټسټ لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې زړهراکښونکی ټینګار نندارې ته وړاندې کړ او لوبه یې مساوي پای ته ورسوله.
افغان لوبډلې په پېنځه ورځنۍ لوبه کې د بنګلهدېش د بریا مخه ونیوله او په دوهیمه پاڼۍ کې یې ۱۴۲ آورونه ولوبول.
صدیقالله اتل د افغانستان د دې ټینګار مخکښ و او په ۳۳۲ توپونو یې ۱۱۱ منډې وکړې.
د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه د لوبډلې هوډ او مبارزه وستایله او څرګندوي، چې دا سخته ترلاسه شوې پایله ورته بریا ته ورته ولوله رامنځته کوي.
افغانستان د ۴۷۹ منډو د هدف وڅاره او د دوهیمې پاڼۍ تر پایه یې اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو د توپوهنې له زغم ډکې او منظمې لوبې یې د بنګلهدېش توپاچوونکو ته د بریا فرصت ورنهکړ.
اکرام علیخېل ۳۳ منډې وکړې او رحمت شاه په دوهیمه پاڼۍ کې ۵۱ منډې جوړې کړې.
رحمت شاه له دې مخکې په لومړۍ پاڼۍ کې سلیزه وهلې وه. د هغه ۱۰۵ منډې د افغانستان په دې تاریخي لوبه کې د لوبډلمشرۍ د لومړۍ ټسټ لوبې لومړۍ سلیزه وه.
بنګلهدېش وروسته له هغې د بریا په درشل کې ښکارېده، چې خپله دوهیمه پاڼۍ یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو د ۳۷۲ منډو پر جوړولو اعلان کړه.
لیټن داس پر ۱۱۷ توپونو ۱۰۲ منډې، نجمالحسین شانټو ۸۲ او مشفقالرحیم ۸۱ منډې وکړې.
مهیدي حسن میراز په ۵۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
لیټن داس د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
هغه په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۳ منډې او په دوهیمه پاڼۍ کې سلیزه وهلې وه.
نوموړي نهه لوبغاړي هم وسوځول او لومړنی ویکټ هغه ساتونکی شو، چې په یوه ټسټ لوبه کې یې د نیمهسلیزې، سلیزې او نهو سوځونو ریکارډ جوړ کړ.
د بنګلهدېش توپاچوونکي حسن محمود هم تاریخي کارنامه ترسره کړه او د دغه هېواد لومړی توپاچوونکی شو، چې په ټسټ کرکټ کې درې پرلهپسې ویکټې اخلي.
هغه د افغانستان پر وړاندې د ۵۵ منډو په بدل کې پېنځه ویکټې واخیستې؛ ایباډوټ حسین هم د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې څلور ویکټې واخیستې.
افغانستان له دې مخکې د بنګلهدېش د ۳۴۶ منډو په ځواب کې د لومړۍ پاڼۍ له ۲۴۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.
رحمت شاه او عبدالمالک، چې ۶۲ منډې یې کړې وې؛ د بنګلهدېش د پیاوړې پیل شوې توپوهنې وروسته د افغانستان پاڼۍ بېرته منظمه کړه.
د بنګلهدېش لوبډلمشر شانټو د افغانستان لوبه وستایله او څرګندوي، لوبډله یې د بریا د نه ترلاسه کولو له کبله ناهیلې ده؛ خو له دې سیالۍ به ارزښتناک درسونه واخلي.
هغه د لیټن ډاس د بېرته ښه لوبېدا او د خپلې لوبډلې د چټکو توپاچوونکو ونډه هم وستایله.
رحمت شاه بیا د لوبغاړو د هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي؛ هغوی خپلې لوبې ته ژمن پاتې شول او پوهېدل، چې کله برید وکړي او کله دفاعي لوبه وکړي.
نوموړي د لوبې پر وروستۍ ورځ د صدیقالله اتل زغم او پوخوالی وستایه.
اوس د متحده عربي اماراتو د یو ورځنیو لوبو درېاړخیزې سیالۍ ته پام اوړي، چې افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې به په کې برخه واخلي.
ټاکل شوې، چې بنګلهدېش د شنبې پر ورځ د تلې پر پېنځهویشتمه / د اوکټوبر پر اووهلسمه د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې له زیمبابوې سره مخ شي.