لوبی
افغانستان بنګلهدېش ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف د درې لوبغاړو پر سوځېدا او په ۳۵.۳آورونو کې پوره کړ. د لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه د ۶۷ منډو پر جوړولو په دې بریا کې مهم رول ولوباوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د درېاړخیزو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې بنګلهدېش ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده. دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د بنګلهدېش پر وړاندې د افغانستان پرلهپسې پېنځمه بریا ده.
افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف د درې لوبغاړو پر سوځېدا او په ۳۵.۳آورونو کې پوره کړ. د لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه د ۶۷ منډو پر جوړولو په دې بریا کې مهم رول ولوباوه.
له دې مخکې د افغانستان توپاچوونکو د لوبډلې د بریا زمینه برابره کړې وه.
راشد خان د بنګلهدېش څلور لوبغاړي وسوځول او یمین احمدزي او عظمتالله عمرزي دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
بنګلهدېش د ټولو لوبغاړو پ سوځېدا ۱۶۰ منډې جوړې کړې.
بنګلهدېش کمزوری پیل درلود او په لومړیو اووه آورونو کې یې د یوازې ۲۸ منډو په جوړولو څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل.
یمین احمدزي تنزیډ حسن او سومیا سرکار په دوه پرلهپسې توپونو وسوځول او عظمتالله عمرزي هم نجمالحسین شانټو او توحید هریډووی له ډګره بهر کړل.
له دې کمزوري پیل وروسته، پرویز حسین ایمان او سیف حسن د ۹۳ منډو ملګرتیا جوړه کړه او هڅه یې وکړه، چې د خپلې لوبډلې منډې زیاتې کړي.
ایمان په ۹۶ توپونو د پېنځه څلوریزو او دوه شپږیزو پر مرسته ۷۰ منډې جوړې کړې او د بنګلهدېش تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو؛ خو راشد خان یې ویکټه واخیسته. سیف حسن ۳۵ منډې جوړې کړې او محمد نبي وسوځاوه.
راشد خان وروسته د بنګلهدېش د توپوهونکو د وروستۍ برخې لوبغاړي یو پر بل پسې وسوځول او د څلور ویکټو پر اخیستو یې بنګلهدېش يې په ۱۶۰ منډو کې ورداوه.
افغانستان هم د هدف د پوره کولو په پیل کې له ستونزو سره مخ شو؛ رحمانالله ګربز او صدیقالله اتل د تسکین احمد پر توپاچونه وسوځېدل، خو ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه د درېیمې ویکټې لپاره د ۵۶ منډو ملګرتیا جوړه کړه او د لوبې بهیر یې د افغانستان پر ګټه بدل کړ. ځدراڼ د مستفیضالرحمان لهخوا له سوځېدا مخکې ۳۴ منډې جوړې کړې وې.
وروسته رحمت شاه او حشمتالله شهیدي د ۶۶ منډو ملګرتیا جوړه کړه او افغانستان یې بریا ته ورساوه. شهیدي پر ۵۴ توپونو ۳۶ منډې او رحمت شاه پر ۹۰ توپونو د پېنځه څلوریزو پر مرسته ۶۷ منډې جوړې کړې او تر پایه ونهسوځېدل.
له دې بریا سره افغانستان د جمعې پر ورځ د زیمبابوې پر وړاندې پایلوبې ته لار ومونده او بنګلهدېش له درېاړخیزو سیالیو بهر شو.