لوبی

افغانستان به د ۲۰۲۳ کال د چین آسیايي لوبو ته له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي ولېږي

Published

on

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۳ ز. کال آسیايي لوبې شنبې پر ورځ ( د تلې پر لومړۍ / د سپتمبر پر ۲۳ ) د چین په هانګ‌جو ښار کې د ۴۵ هېوادونو په ګډون پر رسمي بڼه پرانستل شي.

دا لوبې به د تلې تر ۱۶ / د اکتوبر تر ۸ روانې وي، چې  په ۵۶ ځایونو کې به ۶۱ سپورتي څانګې ۴۰ لوبې تر سره کړي.

دا لوبې په لومړیو کې ټاکل شوې وې، چې تېر کال ترسره شي؛ خو د کرونا ویروس له کبله وځنډول شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د هېواد د سوک‌وهنې، ډګرنۍ منډې، کورش، وزن پورته کولو او غېږ‌نیونې لوبغاړي په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره له کابل څخه د چین هانګ‌جو ښار ته روان شول.

په پام کې ده، چې نور لوبغاړي به د چارشنبې پر ورځ په هانګ‌جو ښار کې د آسیايي لوبو لپاره له کابله د چین پر لوري روان شي.

کوربه هېواد چين به د تر ټولو بريالي هېواد په توګه دغه لوبې پيل کړي؛ ځکه د آسيايي لوبو په تاريخ کې يې ۳۱۸۷ مدالونه ګټلي، چې ۱۴۷۳ يې د سرو زرو دي.

د روانې میاشتې په پیل کې رویترز څرګنده کړې وه، چې د ښځو د والیبال لوبډلې په ګډون به ۱۷ افغان ښځینه لوبغاړې، چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي هم برخه واخلي؛ خو اسلامي امارت هغه مهال دا راپورونه رد کړل او ویلي یې ول، چې له افغانستان څخه به ټول نرینه افغان لوبغاړي واستول شي.

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې د سپورت په ګډون پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست له‌خوا په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د هانګ‌جو په اسیايي لوبو کې به د ووشو، فوتبال، والیبال او کرکت په ګډون ۱۷ ورزشي لوبډلې ګډون وکړي.

افغانستان به هانګ‌جو ته د ۱۰۳ لوبغاړو او ۲۳ روزونکیو په ګډون ټولټال ۱۷ لوبډلې واستوي.

 

ټاکل شوې، چې د نرینه‌وو ۲۰ اوریزې سیالۍ د تلې له ۵ / د سپتمبر له ۲۷ څخه د تلې تر ۱۶ / د اکتوبر تر۸ پورې ترسره شي. د ژي جیانګ تکنالوژي پوهنتون پینګ فنګ کرکت لوبغالی د ټولو سیالیو کوربه لوبغالی دی.

هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش له دې مخکې د ۲۰۲۳ ز. کال د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو د درجه بندۍ پربنسټ د دې لوبو دوه‌یم  فاینل پړاو ته رسیدلي. په داسې حال کې، چې افغانستان به د ICC د بشپړ غړي په توګه یوازې د نرینه‌وو په سیالیو کې برخه واخلي. د منګولیا پر وړاندې بریا به د لوبډلې لپاره اتم غوره ځای خپل کړي.

پر ۲۰۱۰ ز. کال د چین په ګوانګ‌جو کې د کرکت له پیل وروسته، دغه سپورت په ۲۰۱۴ کال کې د سویلي کوریا په انچیون ښار کې ترسره شو. د اندونیزیا په جاکارتا کې د ۲۰۱۸ کال لوبې، چې د آسیايي لوبو مخکینۍ بڼه وه، کرکت په کې نه‌و.

په انچیون کې سریلانکا، افغانستان او بنګله دېش د نرینه‌ وو په سیالیو کې مدالونه وګټل.

په ۲۰۲۳ آسیا سیالیو کې د هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، افغانستان، نیپال، منګولیا، جاپان، کمبودیا، مالیزیا، سنګاپور، مالدیف، هانګ کانګ، تایلند، بحرین کرکت لوبډلې برخه اخلي.

له بده مرغه د افغانستان فوتبال ملي لوبډله د مالي بحران له کبله له لوبو وتلې ده.

Trending

Exit mobile version