تازه خبرونه

افغانستان ته اوسنۍ مرستې د اړتیاوو په سمندر کې یو څاڅکي دی – فلیچر

فلیچر له کابل څخه له سي این این سره په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره درې میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده؛ خو ملګرو ملتونو ته ډېرې کمې پیسې ورکړ شوې دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو په بشري چارو کې د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر ويلي، چې افغانستان ته اوسنۍ مرستې د دې هېواد د اړتیاوو په سمندر کې د یو څاڅکي په څېر دي.

فلیچر له کابل څخه له سي این این سره په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره درې میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده؛ خو ملګرو ملتونو ته ډېرې کمې پیسې ورکړ شوې دي.

هغه ټینګار کړی، چې د مرستو کمښت د افغانستان پر وضعیت منفي اغېزه کړې ده.

فلیچر یادونه کړې، چې ځینو اومیدوارو میرمنو خپل ماشومان روغتون ته په ستونزمنه لاره کې له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړې: ” د مرستو کمښت بشري هڅو ته لوی ګوزار ورکړی او وضعیت به نور هم پسې خراب شي.”

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې ۲۳ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او سږکال یې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې ۱۵ سلنه پیسې ترلاسه کړې دي.

فلیچر د افغانستان د سفر په لړ کې کندهار ته هم سفر وکړ. هغه ويلي، چې په ولايتي روغتون کې حتا په يوه بستر کې له څلورو څخه تر پېنځه پورې کسان وي او روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version