تازه خبرونه
افغانستان ته به د ایران صادرات ډېر شي
د ایران ـ افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر حسین سلیمي ویلي، چې ایران به له افغانستان سره له نفتي توکو پرته د ۳ میلیارد دالرو پر ارزښت سوداګري ولري.
د ایران د سوداګرۍ خونې رییس حسین سلیمي زیاته کړې، چې افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې هیڅ ستونزه نشته او اوسمهال له میلک او دوغارون بندرونو څخه افغانستان ته صادرات کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، افغانستان له ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې نوي اقدامات کړي او نږدې شل میلیون دالرو پر ارزرښت ایران ته صادرات لري او د دواړه هېوادونو د سوداګرۍ وزارت مسوولین د اقتصادي اړیکو پر پراختیا کار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل پلاوي مشرسید زمان هاشیمي وایي؛ له ایران سره مو ورځ تر بلي سوداګرۍ مخ په پراختیا ده. زمونږ سوداګري او ترانزیت د تېر کال په پرتله اوس ښه دی او لامل يي هم دادی، چې پاکستان له افغان سوداګرو سره سم چلند نکوي؛ نو، ځکه افغانان اوس له ایران سره د سوداګرۍ د پراختیا په حال کې دي.
هغه زیاته کړې، چې د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ۳ بیلیون دالره شي.
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر وايي، چې د رسمي معلوماتو پر بنسټ له ایران سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه یو نیم میلیارد دالرو ته رسیږي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، که د ایران او سیمې له هېوادونو سره مو سوداګریزې اړیکي باید په متوازن ډول لوړې شي.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري ویلي: مونږه منو، چې تر یوه بریده مو له ګاونډ هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکي پراخې شوي؛ خو حکومت باید د سوداګریز بلانس لپاره پاملرنه ډېره کړي، چې صادرات مو هم اړوند هېوادونو ته ورسیږي.
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ افغانستان په دې هڅه کې دی، چې د ټولو ګاونډ هېوادونو سره متوازني او ښې اقتصادي اړیکې ولري او نور مثبت اقتصادي بدلونونه هم رامنځته شي.