لوبی
افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربهتوب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.
د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوهیم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.
د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوهیم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوهیم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.
لوبی
هارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی هارډیک پانډیا د ورون د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې د یوورځنیو نړیوالو سیالیو له لوبلړۍ بېبرخې شوی دی.
پانډیا ته د ورون ټپ هغه مهال رامنځته شو، چې د ملا له پخواني ټپه رغېدلی و او د لوبو ډګر ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړ شوې وه.
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پانډیا په بنګلور کې د بدني چمتووالي د آزموینو پر مهال له نوي ټپ سره مخ شوی دی. ویل کېږي، نوموړی هغه مهال ټپي شوی، چې د بیاپیاوړتیا لپاره یې په روزنه او بدني آزموینه کې توپ اچاوه.
راپورونه ښیي، چې دغه ټپ به نوموړی د څو اوونیو لپاره له لوبو لرې وساتي؛ له همدې کبله به د افغانستان پر وړاندې په هغو درې یوورځنیو سیالیو کې برخه وانخلي، چې د شنبې پر ورځ په درمسالا ښار کې پیلېږي.
د پانډیا نهشتون د هند لوبډلې ته لویه تشه ګڼل کېږي، ځکه نوموړی د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې د دې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دی.
لوبی
هند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د پنجاب ایالت د نیو چندیګړ په سیمه کې د افغانستان پر وړاندې ټسټ سیالي د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو پر توپیر وګټله او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدا ۵۶۴ منډې جوړې کړې.
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ او په دوهیمه پاڼۍ کې ۱۱۲ منډې وکړې.
د لوبې ستوری د هند ۲۲ کلن توپ اچوونکی ماناو سوټر و، چې په خپل لومړۍ ټسټ لوبه کې غوره وځلېد. هغه د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې د ۳۳ منډو په بدل کې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
سوټر په خپلو ویکټو کې رحمت شاه هم وسوځاوه، چې د افغانستان لپاره یې تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان په دوهیمه پاڼۍ کې ښه پیل وکړ؛ صدیقالله اتل ۴۲ منډې وکړې، خو د هند توپ اچوونکو د مقاومت اجازه ورنهکړه.
واشنګټن سنډر ۴ ویکټې د ۳۶ منډو په بدل کې واخیستې او کولډیپ یاډاو ۳ ویکټې د ۳۰ منډو په بدل کې ترلاسه کړې. محمد سراج هم یوه مهمه ویکټه واخیسته.
په پای کې هند د درېیمې ورځې له پای ته رسېدا مخکې خپله بریا یقیني کړه او لوبه یې پر لوی توپیر پخپل نوم کړه.
دا د منډو د توپیر له مخې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د هند یوه له لویو بریاوو ده، چې ورپر برخه شوه.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري3 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه3 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
لوبی3 days agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د مرستو د لېږد پر بهیر د منځني ختیځ د کړکېچ اغېز
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
