لوبی
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ ترسرهکوونکو اعلان کړی، چې د دغو سیالیو لومړی پړاو به اوس د ۱۴۰۵ل.کال د چنګاښ له شلمې څخه د زمري تر اوومې / د ۲۰۲۶ ز.کال د جولای له شلمې څخه تر نههویشتمې پورې په کابل کې ترسره شي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.
چارواکو ویلي، چې یادې سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لوبغالي کې ترسره شي او تمه ده، چې هره ورځ به د ماښام له ۶ څخه تر ۹ بجو پورې روانې وي.
آریانا راډیو ټلوېزیون، چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان غېږنیونې له ټولنې سره د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ په ټول هېواد کې دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ په لومړي پړاو کې به د هېواد له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د وزن په ۱۰ بېلابېلو ډلو او د ۱۰ سیمهییزو لوبډلو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالي وکړي.
د سیالیو تر سرهکوونکي وایي، چې د دغو سیالیو د ترسره کېدا لپاره چمتووالی روان دی او د سیالیو د ځنډېدا موخه هم دا ده، چې لوبډلو، لوبغاړو او د سیالیو د سمبالښت بهیر ته پوره آسانتیاوې برابرې شي.
په افغانستان کې د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د منظمو ملي لوبو د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي؛ ځکه غېږنیونه د هېواد ملي لوبه او دودیز سپورټ دی.
چارواکي هیله من دي، چې دغه سیالۍ به افغان غېږنیوونکو ته د ښې پېژندنې زمینه برابره کړي او په ټول هېواد کې به د دې سپورټ د پراختیا لامل شي.
لوبی
په نړیوال جام کې د ټرمپ ناندریزه سلاسوهنه؛ فیفا بالوګون ته د بلجیم پر وړاندې د لوبې اجازه ورکړه
دغه راز د بلجیم فوټبال فډراسیون ویلي، چې له دې پرېکړې «حیران» شوي او د قانوني غوراویو پر ارزونه بوخت دی.
فیفا په بېساري پرېکړه کې د امریکا د ملي لوبډلې د لوبغاړي فلارین بالوګون بندیز وځنډاوه او هغه ته یې اجازه ورکړه، چې د دوشنبې پر ورځ د بلجیم پر وړاندې د منځلوبو په پایلوبه ولوبیږي.
راپورونه وایي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً د فیفا له مشر جاني انفانټینو څخه غوښتنه کړې وه، چې د دې لوبغاړي پر بندیز بیاکتنه وشي.
دې پرېکړه د فیفا د انضباطي بهیر پر نړیواله کچه پاملرنې راواړولې؛ د بلجیم سخت غبرګون یې راوپاراوه او بحثونه یې له تخنیکي فوټبال څخه د سیاست او فوټبال اړیکې ته راواړول.
په لنډ وخت کې دا موضوع د ټورنمنټ له تر ټولو جنجالي رسنیزو مسایلو څخه شوه او شنونکي یې اړ کړل، چې ووایي: آیا فیفا عدالت مراعات کړی او که یې خپل قوانین کمزوري کړي دي.
فیفا تر اوسه د رسنیو د غوښتنو په ځواب کې د دې پرېکړې او د ټرمپ او انفانټینو د اړیکې په اړه جزئیات نهدي ورکړي.
بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې په ۲–۰ لوبه کې درېیم ګول کړی و؛ خو په دوهیمه نیمایي کې د تاریک محرمویچ پر وړاندې د خطا له کبله سور کارت واخیست.
هغه د VAR له بیاکتنې وروسته له ډګر وایستل شو؛ خو د امریکا د ملي لوبډلې روزونکي مائوریسیو پوچیټینو ویلي وه، چې دا صحنه د سره کارت وړ نهوه.
راپورونه وایي، ټرمپ په ټیلیفوني اړیکه کې د فیفا له مشر څخه د دې اخراج د بیاکتنې غوښتنه کړې وه. فیفا اعلان کړی، چې بالوګون کولی شي لوبه وکړي؛ خو سور کارت په بشپړ ډول لغوه شوی نهدی.
د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د انضباطي اصولو د ۲۷ مادې له مخې د بندیز عملي کېدل د یو کال لپاره وځنډول شول.
همدارنګه ویل شوي، که نوموړی په دې موده کې ورته سرغړونه وکړي؛ بندیز به بیا عملي شي.
فیفا ټینګار کړی، چې په ځینو مواردو کې د بندیز د بشپړ یا جزوي ځنډولو واک لري.
ترمپ په ټولنیزو رسنیو کې له فیفا مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه یوه «لویه بېعدالتي» سمه کړه.
د امریکا فوټبال فډراسیون دا پرېکړه منلې؛ خو ځینو لوبغاړو ویلي، چې دوی دا خبر یوازې د روزنې پر مهال د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کړی و.
کریسټین پولیسیچ ویلي:« لومړی مو فکر وکړ، چې رښتیا نهده؛ خو، چې پوه شوو رښتیا ده، ښه خبر و.»
مائوریسیو پوچیتینو هم دا پرېکړه عادلانه بللې او ویلي یې دي، چې په فوټبال کې ډېر کسان د بندیز له پرېکړې سره موافق نهول.
دغه راز د بلجیم فوټبال فډراسیون ویلي، چې له دې پرېکړې «حیران» شوي او د قانوني غوراویو پر ارزونه بوخت دی.
دې فډراسیون ټینګار کړی، چې د فیفا د اصولو له مخې سور کارت باید اتومات د راتلونکې لوبې د بندیز لامل شي او دا پرېکړه د سیالیو له مقرراتو سره په ټکر کې ده.
په پای کې ټاکل شوې لوبه به د دوشنبې پر ورځ په داسې فضا کې ترسره شي، چې دا پرېکړه د نړیوال جام له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه ګرځېدلې او د فیفا د صلاحیتونو په اړه بحثونه اوس هم روان دي.
لوبی
افغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړهلیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د چنګاښ پر نولسمه / د جولای پر لسمه به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي او دواړه لوبډلې به یوه دوستانه شلآوریزه لوبه ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړهلیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.
ټاکل شوې، چې دا دوستانه لوبه د سهار پر ۹:۰۰ پیل او د افغانستان یوولس کسیزه لوبډله به د ازبکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي. دغه لوبه به په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ټلوېزیوني او ډیجیټلي خپرنیزو شبکو له لارې پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، چې دا بنسټ ازبکستان ته د ورته نویو راټوکېدونکو کرکټي هېوادونو ملاتړ ته ژمن او چمتو دی، چې له هغو هېوادونو سره هم همکاري وکړي، چې غواړي کرکټ ته وده ورکړي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان کرکټ بورډ له دې مخکې د ازبکستان کرکټ فډراسیون د غړو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرامونه او روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي او تېر کال یو شمېر ازبک چټکو توپاچوونکو هم د افغانستان کرکټ بورډ د چټکې توپاچونې په ځانګړي روزنیز کمپ کې ګډون کړی و.
نصیب خان زیاته کړې، ازبکستان تل له افغانستان سره دوستانه چلند کړی او دواړو هېوادونو له وروستیو کلونو راپدېخوا د روغتیا، سیاست او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کرکټ په برخه کې نږدې همکاري به د دواړو ګاونډ هېوادونو اړیکې نورې هم ټینګې او پیاوړې کړي.
لوبی
هند د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۹ ویکټو پر توپیر وګټله او د دې لړۍ اتلولي یې خپله کړه.
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۴۴ اعشاریه ۲ آورونو کې ۲۱۸ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
د توپوهنې په برخه کې حشمتالله شهیدي ۱۳۱ توپونه ترسره او ۱۰۲ منډې یې وکړې.
د هند لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ آورونو کې د یوې ویکټې پر زیان پوره کړل او له دې سره یې د سیالیو د دې لړۍ اتلولي وګټله.
هند له دې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۷ ویکټو او په دوهیمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګروملتونو دوه چارواکي کابل ته راورسېدل
-
International Sports3 days agoفرانسې او مراکش د فوټبال نړیوال جام منځلوبو یا اته غوره پړاو ته لار وموندله
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان ډیپلوماټیکو استازولیو هڅې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره اړینې دي
-
تازه خبرونه1 day agoد ۱۴۰۵لمریز کال د کانکور پایلې اعلان شوې؛ راشد د پهلوان زوی، د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ
-
لوبی2 days agoپه نړیوال جام کې د ټرمپ ناندریزه سلاسوهنه؛ فیفا بالوګون ته د بلجیم پر وړاندې د لوبې اجازه ورکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days agoناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه
-
تازه خبرونه3 days agoد هرات والي او د ترکمنستان د کونسلګرۍ مرستیال پر ټاپي پروژې او ګډ نندارتون خبرې وکړې
-
تازه خبرونه14 hours agoد افغانستان د کرکټ د ودې اغېزمن لوبغاړی شاپور ځدراڼ مړ شو
