تازه خبرونه
اسلامي امارت آلمان ته خپل څلور نوي ډیپلوماټان لېږي
د سرچینو د څرګندونو له مخې، هدایتالله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد هغه څلور ډیپلوماټان دي، چې اوسمهال د آلمان د ویزې ترلاسه کولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.
د بهرنیو چارو وزارت باخبره سرچینې ويلي، دا وزارت غواړي د آلمان په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن ښار قونسلګرۍ ته د فعالیت لپاره خپل څلور نوي ډیپلوماټان ولېږي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، هدایتالله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد هغه څلور ډیپلوماټان دي، چې اوسمهال د آلمان د ویزې ترلاسه کولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.
سرچینو زیاته کړې؛ بشیر احمد افغان په برلین کې د افغانستان د سفارت لومړي منشي او سعید اکبر رستاد دوهیم منشي ټاکل شوي دي. په داسې حال کې چې هدایتالله پکتین او محمدحکیم حکیمي به په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د دوهیمو منشیانو دندې ترسره کړي.
سرچینې زیاته کړې، د آلمان حکومت دغو څلور استازو ته د ویزو له ورکړې سره موافقه کړې؛ خو د کابل او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نهدي ویلي.
د راپور له مخې، دا پرمختګونه د برلین او کابل ترمنځ د قونسلي چارو د تنظیم او د هغو افغان پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر د آسانتیا لپاره د تخنیکي هوکړو په لړ کې رامنځته کېږي، چې د قانوني اوسېدنې حق نهلري.
د آلمان د حکومت د رسمي څرګندونو له مخې، شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړي په دې هېواد کې مېشت دي او برلین د هویتي اسنادو د صادرولو او د کډوالۍ د دوسیو د سمبالولو لپاره د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو فعال پاتې کېدل اړین بولي.
آلمان نورو اروپايي هېوادونو ته ورته د ۲۰۲۱ز.کال له سیاسي بدلونونو وروسته اسلامي امارت پر رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو د پناهغوښتونکو د ستونزې د مدیریت او د مجرمو کسانو د ایستلو پر موخه یې له کابل سره تخنیکي تعاملات پراخ کړي دي. د آلمان چارواکو ټینګار کړی، چې دا اداري او قونسلي همکاري د اسلامي امارت د رسمي سیاسي پېژندنې معنا نهلري.
تازه خبرونه
افغانستان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دوشنبې پر ورځ(د لړم پنځهویشتمه) ویلي، دا غونډه د افغانستان د استازولیو پر همکارۍ په نیویارک، ژنیو او ویانا کې جوړېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په دې ټولنه کې د دې هېواد د غړیتوب د اتیایمې کلیزې په مناسبت د یوې غونډې له جوړولو خبر ورکړی. په دې غونډه کې به له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د اړیکو پر تاریخ، د دې هېواد د ډیپلوماټیک رول او د راتلونکو همکاریو پر امکاناتو خبرې وشي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دوشنبې پر ورځ(د لړم پنځهویشتمه) ویلي، دا غونډه د افغانستان د استازولیو پر همکارۍ په نیویارک، ژنیو او ویانا کې جوړېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې:« افغانستان او ملګري ملتونه؛ اته لسیزې تعامل، مشارکت او د راتلونکي لپاره زدهکړې» تر سرلیک لاندې دغه غونډه د نومبر پر اتهلسمه د انلاین او ژوندۍ بڼې له لارې ترسره کېږي.
فایق زیاته کړې؛ دغه غونډه به د افغانستان د خلکو د نظرونو او غوښتنو د څرګندولو او د سولې، انساني کرامت، برابرۍ او ښه راتلونکي لپاره د هغوی پر هیلو د ټینګار زمینه برابره کړي.
په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ هم ویلي، چې په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د حضور تاریخ، د هېواد ډیپلوماټیک رول او د راتلونکو همکاریو په اړه بحث وشي.
افغانستان د ۱۹۴۶ز.کال د نومبر پر نولسمه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او سږ کال په دې نړیوالې ټولنې کې د خپل غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي.
محمدکبیر لودین په ۱۹۵۲ز.کال کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د لومړي دایمي استازي دنده پیل کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱زږکال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمیټې تر اوسه د اسلامي امارت لهخوا د معرفي شوي استازي د منلو په اړه وروستۍ پرېکړه نهده کړې او د افغانستان استازولي اوس هم د پخواني نظام د ډیپلوماټانو لهخوا اداره کېږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت استخباراتو پر شرعي چوکاټ ټینګار وکړ
عبدالحق وثیق ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د استخباراتو عمومي ریاست لومړنۍ اداره وه، چې د اسلامي امارت د رهبر لهخوا ورته ځانګړي قوانین وضع شول.
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق او د دې ریاست مرستیال تاجمیر جواد؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د اغېزو په اړه په یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې د دې ادارې د فعالیتونو او د شرعي نظام د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې.
عبدالحق وثیق ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د استخباراتو عمومي ریاست لومړنۍ اداره وه، چې د اسلامي امارت د رهبر لهخوا ورته ځانګړي قوانین وضع شول.
نوموړي زیاته کړې، دا اداره د ټاکل شویو قوانینو له مخې او د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي، له ظالمانه شکنجو مخنیوی کوي، له جرمونو سره مبارزه کوي او د انساني کرامت ساتنه هم د خپلو ژمنو یوه برخه بولي.
دغه راز تاجمیر جواد ویلي: کله، چې امت د شرعي نظام د امامت له نعمت څخه بېبرخې شو؛ نو خپل معنوي ځواک یې په پراخه کچه له لاسه ورکړ او پردي افکار پرې اغېزمن شول.
هغه د اسلامي فکر او ارزښتونو د پیاوړتیا او د نظام د ثبات د ساتنې پر هڅو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې شرعي امارت او امامت الهي امر او شرعي وجیبه ده او د اسلام او هېواد پرمختګ په همدې کې نغښتی دی.
تازه خبرونه
د ملي بس شرکت رییس له چینايي هائیر شرکت سره د عصري بسونو پر پېر او تولید خبرې وکړې
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ويلي، د ملي بس امارتي شرکت مسوولانو له چینايي« هائیر» شرکت سره د عصري بسونو د پېر او تولید په برخه کې د همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د هائیر شرکت مسوولانو هم له افغانستان سره د ښاري او تېزرفتاره بسونو، پر ځانګړي بڼه برښنايي، هایبریډ او ډیزلي بسونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هائیر په چین کې د بسونو له تولیدوونکو شرکتونو څخه دی، چې محصولات یې په یو شمېر هېوادونو کې د مسافرو د لېږد او د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم لپاره کارول کېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
لوبی2 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
تازه خبرونه5 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
-
لوبی18 hours agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی3 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
تازه خبرونه5 days agoروسي شرکتونه دې د کانونو، صنعت او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي – ملا برادر
-
لوبی2 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
