تازه خبرونه
افغانستان ته به له سپټمبر وروسته هم د جبري ایستلو الوتنې روانې وي- آلمان
د جرمني د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې نانسي فایزر د جبري ایستلو پروګرام د سپټمبر تر ۱۵ پورې غځولی و.
د آلمان کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ ویلي، چې خپلو هېوادونو ته به د افغانستان او سوریې د مجرمو وګړو جبري ایستل له سپټمبر وروسته هم روان وي.
د جرمني د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې نانسي فایزر د جبري ایستلو پروګرام د سپټمبر تر ۱۵ پورې غځولی و.
ډوبرینډټ له “Table.Today” سره په مرکه کې ویلي: “مونږ به سرحدي څارنې روانې وساتو.”
د آلمان کورنیو چارو وزیر په توګه د دندې له پیل راپدېخوا ډوبرینډټ د سختو سرحدي څارنو او د پناه غوښتنې د ردولو امر کړی دی.
هغه ویلي: “مونږ بریالي شوي یوو، چې افغانستان ته مو یوه داسې الوتنه تنظیم کړې، چې په کې د جدي جرمونو مجرمین جبري وایستل شول. دا کار به روان وساتل شي.”
په تېر جولای کې آلمان د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راپدېخوا افغانستان ته د جبري ایستلو خپله دوهیمه الوتنه ترسره کړه، چې په کې ۸۱ کسان پر سختو جرمونو محکوم شوي وه. د دې بڼې لومړۍ الوتنه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې ترسره شوې ده.