تازه خبرونه
افغانستان ته درې زره امریکایي سرتېري راروان شوي
امریکایي چارواکو نن (شنبه د زمري ۲۳) ویلي، چې یو شمېر امریکایي سرتېري د افغانستان ـ کابل هوایي ډګر ته د خپل سفارت د کارکوونکیو او ملکي وګړیو د ایستلو لپاره روان شوي او څه نا څه یې رسېدلي دي.
پنتاګون څرګنده کړې؛ د یکشنبې تر ماښامه به ۳۰۰۰ امریکایي سرتېري د سمندري ځواکونو د دوه قطعو او یوې پیاده قطعې په ګډون کابل ته وريږي.
یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي: د ۳۰۰۰ امریکایي سرتېرو یوشمېر رسیدلي او تر سبا پورې به یې رسیدل روان وي.
د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دې هېواد د سرتېرو یوه ډله له کارولینا ایالت څخه کویټ ته لېږل کیږي، چې د چټک غبرګون د ځواک په توګه د اړتیا په صورت کې کابل ولایت خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نه یوازې امریکا، بلکې، بریټانیا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه افغانستان ته سرتېري رالیږي، چې خپل کارمندان خوندي وباسي.
طالبانو په دې وروستیو کې د کندهار او هرات په ګډون څو نور ښارونه نیولي او پر یو شمېر نورو ښارونو جګړه روانه ده.
رویټرز د امریکايي پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې طالبان به په څو ورځو کې کابل ته راشي.
د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي: کابل تر دې دمه په ګواښوونکي چاپېریال کې ندی. که تاسې د طالبانو کړنې وڅارئ؛ نو وبه ګورئ، چې طالبان د کابل منزوي کېدل او غواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر سفارتونو له خپلو کارمندانو غوښتي، چې د له ایستلو مخکې حساس او محرم اسناد وسوځوي.