Connect with us

سوداگري

افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

خپور شوی

د

د قزاقستان مالیې وزارت د مرستیال پر مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې د افغانستان بانک له لومړي مرستیال صدیق الله خالد سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

صدیق الله خالد ټینګار کړی، چې د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو لپاره آسانتیاوې برابرې او په سیمه‌ییزه کچه مالي ثبات ته لار اواره کړي.

د قزاقستان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکدارۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او د ګډې همکارۍ د پراخولو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د چارو د پرمختګ لپاره د تخنیکي کمیټو پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.

سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغیزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

Published

on

د منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال  سکندر اسینګلدیویچ آسیلکولوف ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

په پای کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او په ځانګړي توګه د افغان صادراتي توکو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو سربیره د منځنۍ آسیا په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه وشوه.

د یادونې ده، چې دغه نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې او بېلاروس په ګډون جوړ شوی او د افغانستان له غړیتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي د غړیتوب امتیازونو پر کارولو خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading

سوداگري

ازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.

Published

on

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون« د منځنۍ آسیا اینوپروم» » کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.

دا نندارتون د صنایعو د ودې، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د پانګونې د همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی او په کې د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان چارواکي، پانګوال او تولیدوونکي ګډون لري.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.

د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې د افغان شرکتونو حضور د دې ښکارندوي دي، چې افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې پر کچه خپل اقتصادي ظرفیتونه معرفي کړي.

« د منځنۍ آسیا اینوپروم » نندارتون یو له سترو صنعتي او پانګیزو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!