Connect with us

سوداگري

افغانستان ته د تاجکستان د برښنا صادرات ۱۷ سلنه زیاتيږي

خپور شوی

د

د تاجکستان د برښنا دولتي شرکت مشر محمد عمر آسوزاده پرون( د سلواغې پېنځه‌ویشتمه )  د دغه هېواد له رسنيو سره په مرکه کې ويلي؛ چمتو دى، چې افغانستان ته د برښنا پلور ١٧ سلنه زيات کړي.

د تاجکستان د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۷ میلیارده کیلو واټ ساعتونه برښنا صادره کړې، چې د  تېر کال پر پرتله ۱۲۴ میلیون کیلو واټ ساعتونه په کې زیات شوي، چې له دې ټولو څخه شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیارد کیلو واټ ساعتونه افغانستان ته صادره شوې ده.

د تاجکستان لوری  په داسې حال کې دا څرګندوني کوي، چې افغانستان د خپلي اړتیا وړ برښنا ډېره برخه له ګاونډ هېوادونو څخه تر لاسه کوي.

د برکي تاجک شرکت مسوولینو په تا جکستان کې رسنیو ته ویلي؛ د تاجکستان لوری چمتو دی، چې سږ کال افغانستان ته د برښنا په صادارتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راولي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپي وايي، چې د اسلامي امارت باید په کور د ننه د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې بهیر پیل کړی. د تاجکستان له‌خوا افغانستان ته د برښنا صادارت به وکولی شي، چې تر یوه بریده په هېواد کې یوڅه مثبته اغېزه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې د اواري لپاره باید د اوبو او برښنا وزارت په ګډون اړوند بنسټونه ټول د پانګونې د جذب لپاره هڅې وکړي. افغانستان په بېلابېلو برخو کې  د برښنا د تولید ظرفیت لري او باید هڅې پر خصوصي سکتور راوڅرحیږي.

په افغانستان کې د کارېدونکې برښنا ډېره برخه وارداتي ده، چې څه باندې پنځوس سلنه یې ازبکستان او پاتې نوره يي له تاجکستان، ترکمنستان، ایران څخه واردیږي.

د روان ۱۴۰۲ ل. ل. کال د مرغومي په لومړیو کې برښنا شرکت ویلي وه، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د دغه شرکت او تاجکستان ترمنځ د برښنا تړون وغځول شي. د تېر ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د افغانستان برښنا شرکت ویلي وه، چې افغانستان ۱۳۶۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري؛ خو دوی په کور د ننه او له وارداتي سرچینو یوازې ۹۶۰ میګاواټه برښنا ترلاسه کوي.

 

سوداگري

افغانستان او قرغیزستان يو ميليارډ ډالرو ته د سوداګرۍ پر رسولو ټينګار وکړ

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال  تورسنکلوف سره د دغه هېواد د سفیر توردکان صدیقوف په شتون کې ولیدل.

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان او قرغزستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل او څرګندوي، چې ګډو کلتوري ارزښتونو دواړه بلوري نور هم سره نږدې کړي دي.

تورسنکلوف د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره قرغزستان ته سفر وکړي.

دغه راز دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ له زیاتېدا خوښي ښودلې او یو میلیارډ ډالرو ته یې د سوداګررۍ پر رسولو ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې عزیزی د قرغیزستان د ودانیزو پروژو په اړه د نغوتې پر مهال وویل؛ په دغه هېواد کې دې د افغانستان د لویو ودانیزو شرکتونو او بشري سرچینو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.

Continue Reading

سوداگري

د ترمذ سوداګریز مرکز د افغان – ازبک په اړیکو کې اړین رول لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې او له افغانستان سره پولې ته نږدې یې د نوي نړیوال سوداګریز مرکز پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار څرګند کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

ګالوزین د سرخان‌دریا د اړوند سیمې پرمختګ وستایه او هغه یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت لرونکې «ځانګړې سیمه» وبلله.

هغه زیاته کړې؛ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې په یوه آزاد سوداګریز زون کې موقعیت لري؛ په ځانګړي توګه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو ښه ګام دی.

هغه زیاته کړې دا مرکز به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د یوریشیا د پراخو سټراټیژیکو ملګرتیاوو په وده کې هم بنسټیز رول ولوبوي.

دا سوداګریز مرکز د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف پر فرمان رامنځته شوی، چې د ازبکستان او افغان سوداګرو لپاره د توکو او پانګونې د نندارې لپاره سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.

ګالوزین په دې پروژه کې د ګډون لپاره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورې پراختیا غوښتنه هم وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ د ترمذ سوداګریز مرکز او نړیوالو کنفرانسونو په څیر نوښتونه به د مستقیمو اقتصادي اړیکو په رامنځته کولو کې نه یوازې اړین رول ولوبوي، بلکې د اکمالاتي زنځیرونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي او د ټولې سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې پانګه‌ونه پراخوي

د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګه‌والو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګه‌والو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.

Published

on

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي: دا وزارت ژمن دی، چې د هېواد کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې پانګه‌ونه پراخه کړي؛ کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته پوره فرصتونه برابر کړي.

د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګه‌والو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګه‌والو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.

چارواکي ټینګار کوي، چې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، اوبو لګولو، د محصولاتو بسته بندۍ، زیرمه‌کولو، ټرانسپورټ او سړو خونو په برخو کې پراخه وړتیا لرو او د خصوصي سکټور غړي کولی شي له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې استازي هم وايي، چې که وزارت د ځمکې تخصیص او تخنیکي همکارۍ لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ کورني پانګه‌وال به په دې برخه کې پانګه‌ونې ته ډېر لېواله شي.

دغه راز ځینې خصوصي پانګه‌وال د کرنې وزارت پر فعالیت نیوکه کوي او وايي، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان د لوړ ظرفیت سره – سره د محصولاتو معیاري کولو او ځان‌بسیاینې ترلاسه کولو لپاره کافي ګامونه اخیستل شوي ندي.

اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور مناسب او موخه‌ییز پرمختګ کولی شي د هېواد لپاره د میلیارډونو ډالرو پانګونې فرصتونه رامنځته کړي او له کرنې وزارت څخه غواړي، چې د پانګه‌ونې د راجلبولو لپاره ورته هڅوونکې کڅوړې وروپېژني.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!