تازه خبرونه

افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري – امریکا

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

Published

on

امریکایي چارواکو څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت « سختو دریځونو» او له لومړنیو حقونو څخه د ښځو بې برخې کولو ته پر پوره پاملرنه باید افغانستان ته نړیوالې مرستې وارزول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

والټز د دې ترڅنګ، چې افغانستان د «بشري ناورین» شاهد بولي؛ خو وایي: «د طالبانو (امارت اسلامي) د سختو دریځونو له کبله مونږ باید په افغانستان کې د مرستو او نړیوالې همکارۍ ګټه پر پوره پاملرنه وارزوو.»

هغه زیاته کړې: «دا شورا باید هغه پیسې، چې مونږ په ګډه د دې ماموریت د بودجې لپاره برابروو؛ پر پوره پاملرنه وارزوي. په داسې حال کې، چې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکې حتا دفتر ته د کار لپاره د تلو اجازه هم نلري.»

اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د ښځو په اړه دریځ یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ یو هېواد دی.

دې پروګرام زیاته کړې:  له ۱۷ میلیون څخه ډېر افغانان، چې د وګړو شاوخوا درېیمه برخه جوړوي؛ د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې ۴.۷ میلیون یې له بشپړې لوږې سره مخ شوي.

د یوناما چارسمبالې( سرپرستې) جورجیټ ګاکنون د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې افغانستان «بېړنیو» بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې هېواد کې د بودجې د کمېدا له کبله بشري ناورین نور هم مخ پر خرابېدا دی.

هغې زیاته کړې؛ بشري بنسټونه غواړي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو د غوښتنې له لارې ۱۷.۵ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي؛ خو تر اوسه یوازې ۱۰ سلنه دا پیسې برابرې شوې دي.

جورجیټ ګاګنون ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې دوه اوونیزو نښتو «درانده بشري او اقتصادي لګښتونه» درلودلي او د ایران جګړې هم د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي.

هغې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له‌خوا ځینې مثبت بدلونونه هم لیدل شوي؛ لکه د کوکنارو د کرکېلې بندیز، چې د نړیوال تعامل څرګندونه کوي.

دغه راز دا خبرداری هم ورکوي، چې که بشري حقونو او بشري ستونزو ته رسېدنه و نشي؛ افغانستان ښايي «یو ځل بیا د کډوالۍ، تروریزم، نشه‌يي توکو او نورو لاملونو له کبله د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لامل شي.»

Trending

Exit mobile version