تازه خبرونه

افغانستان ته د نړیوال جام له خپلولو وروسته د واده نیت لرم- راشد خان

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د کرکت لوبغاړي ۲۱ کلن راشد خان ارمان ویلي؛ له هغې وروسته، چې افغانستان ته د کرکت نړیوال جام تر لاسه کړي؛ نو بیا به په سړه سینه واده وکړي.

د افغانستان د کرکت ملي لوبدلې دوه یم مشر له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې د خپل واده پروګرام په ډاګه کړ.

هغه آزادۍ رادیو ته څرګنده کړې: کله، چې افغانستان د کرکت نړیوال جام ګټونکی شو؛ نو کوژده او واده به مې هم تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې راشد خان د توپ اچونې د نړیوالې شورا د نوملړ په T20I  برخه کې د ۷۴۹ امتیازونو په لرلو لومړی ځای خپل کړی دی.

راشد خان خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۵ کې تر سره کړه، چې په کې د افغانستان د یوه ښه لوبغاړي په توګه وځلیده.  

راشدخان پر ۱۹۹۸ زېږدیز کال یوه داسې کورنۍ سترګې وغړولې، چې لس وروڼه او خویندې په کې اوسیدل. کورنۍ یې په افغانستان کې د جنګونو له کبله پاکستان ته کده شوه او له څو کلونو وروسته بېرته هېواد ته راستنه او خپل عادي ژوند یې له سره پیل کړ. په ۲۰۱۸ کال کې لخوا نوموړی د کرکت نړیوالې شورا  (ICC) لخوا غوره لوبغاړی ونومول شو.  

Trending

Exit mobile version