سوداگري

افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه لوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۵, ۱۴۰۲)

د پاکستان مرکزي بانک د روان مالي کال (۲۰۲۳-۲۴) په څلور میاشتو کې افغانستان ته ۲.۶۵ سلنه صادراتو له زیاتوالی خبر ور کړی دی.

د پاکستان مرکزي بانک په تازه راپور کې څرګنده شوې، چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې پاکستان افغانستان ته  د ۱۸۶ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات کړي، چې د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۲.۶۵ ډېروالي ښيي.

د پاکستان مرکزي بانک د راپور له مخې؛ د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات څه باندې ۱۸۶،۷ میلیون ډالره ول. په داسې حال کې، چې د تېر مالي کال په همدې موده کې دغه شمېر له ۱۷۶.۲ میلیون ډالرو کم و، چې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ۲.۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه بانک احصایې ښيي چې د روان مالي کال له جولای څخه تر اکتوبر میاشتې پورې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۸۱،۳۰ سلنه کم شوي دي.

افغانستان تر ډېره پاکستان ته وچه او تازه مېوه او سکاره صادروي؛ خو د ډبرو سکرو صادرات هم تر ډېره حده کم شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د اوړو او وريجو په ګډون ډېری خوراکي توکي له پاکستان څخه واردېږي.

دغه خونې دا هم ویلي، چې سمنټو، پلاستیک، ټوټې او درمل له پاکستان څخه افغانستان ته واردېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي هم له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو پخلی کوي او زیاتوي: پخوا به له پاکستان سره درې میلیارد ډالره سوداګري وه، چې اوس کمه شوې ده. له بلې خوا پاکستان ته د افغانستان صادرات هم ډېر کم شوي دي.

الکوزي ویلي، چې افغانستان له دې مخکې له ایران سره د سوداګرۍ په ګډون، چې د کال دوه نیم میلیارد ډالرو ته رسیږي؛ د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې موندلې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ویلي؛ د تېر کال پر پرتله هېواد ته د وارداتو کچه لوړه شوې، چې ډېري خوراکي توکي، درمل او سمنټ وارد شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبد الظهور مدبر ویلي؛ د افغانستان ډېره سوداګري له پاکستان سره ده، نو دغه هېواد ته پکار ده، چې د بیو د کنټرول او د زیانونو د کمولو لپاره هڅې وکړي.

نړیوال بانک ویلي، چې افغانستان د اړتیا وړ ۱۸ سلنه توکي له پاکستان څخه واردوي او پاتې نور یې له ایران، چین او عربي متحده اماراتو څخه وارووي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له افغانستان سره تر ټولو مهم سوداګریز شریک بلل کېږي؛ خو دا اړیکې وخت ناوخت ترینګلې وي. اوس هم پاکستان د افغان سوداګرو سلګونه کانتینره مالونه په کراچۍ بندر کې ایسار کړي دي.

Trending

Exit mobile version