تازه خبرونه
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو
د رڼښت نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ په یوه خپور شوي راپور کې په ډاګه کړې، چې افغانستان په ۲۰۲۲ ز. کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې ۲۴ مقام خپل کړی دی.
د دغه راپور له مخې؛ افغانستان په ۲۰۲۲ ز. کال کې د فساد ضد نړیوال شاخص کې له ۱۰۰ څخه ۲۴ نمبر ته راکښته شوی دی.
تېر کال افغان هېواد ۱۶ نمبرې ترلاسه کړې وې.
افغانستان د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په تازه شاخص کې یو سل و پنځوسم ځای لري. په تېر شاخص کې افغانستان یو سل و څلوراویایم ځای درلود.
د رڼښت نړیوالې ټولنې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د نړیوالو هڅو د ناکامۍ اصلي علت اداري فساد و.
د دې ټولنې په راپور کې راغلي: دغه (فساد) د افغان حکومت مشروعیت او وړتیاوې کمزورې کړې؛ افغان پوځ یې کمزوری کړی، سرچینې یې طالبانو(د افغانستان اسلامي امارت) ته واړولې او د طالبانو( اسلامي امارت) لپاره یې ولسي ملاتړ پیاوړی کړی دی.
د رڼښت نړیوالې ټولنې اجرائیوي رییس دانیل اریکسن وایي: مشران کولی شي له فساد سره مبارزه وکړي او تر څنګ یې سولې ته وده ورکړي. حکومتونه باید په پرېکړو کې د خلکو د ګډون لپاره ځای ومومي؛ له فعالانو او سوداګرو څخه نیولې تر محرومو ټولنو او ځوانانو پورې ټول قشرونه وهڅوي.
له فساد سره د مبارزې په نوې درجه ټاکنه کې افغانستان له ایران څخه یو ګام کښته دی او له کمبودیا، مرکزي آفریقا جمهوریت، ګواتیمالا، لبنان، نایجیریا او تاجکستان سره ورته ځای لري.
افغانستان د آذربایجان، عراق، سودان، ترکمنستان، شمالي کوریا، لیبیا، یمن او سوریې په څېر له هېوادونو لوړ دی.
په فساد ضد نړیوال شاخص کې دنمارک د ۹۰ نمبرو له لرلو سره په لومړي سر کې دی.
فنلند، نیوزیلند او ناروې په ترتیب سره دوهیم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.