تازه خبرونه
افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د ویزې معافیت اعلان کړ
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي نههویشتمه) ترسره شوه؛ امیر خان متقي ویلي، چې د هرات ولایت اړوند ادارو ته لارښوونه شوې، چې د حاجیانو د خوندي لېږد لپاره ټولې اړینې هڅې تر سره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په کابل کې د ایران سفارت له چارسمبالي علي رضا بیګدلي سره په لیدنه کې ایرانی حاجیان ته، چې د افغانستان له خاورې څخه خپل هېواد ته ستنیږي د یوې میاشتې لپاره د ویزې معافیت اعلان کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي نههویشتمه) ترسره شوه؛ امیر خان متقي ویلي، چې د هرات ولایت اړوند ادارو ته لارښوونه شوې، چې د حاجیانو د خوندي لېږد لپاره ټولې اړینې هڅې تر سره کړي.
د سیمې وضعیت ته له نغوتې( اشارې ) سره هغه پر ایران د اسرائیلو بریدونه هم وغندل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان خلک د ایران له ملت سره ولاړ دي.
امیرخان متقي ټینګار کړی، چې دا بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
دغه راز په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د اسلامي امارت له ویزې او چمتو شویو آسانتیاوو څخه د معافیت له پرېکړې ستاینه وکړه او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره د ستاینې وړ ګام وباله.
هغه هیله وښوده، چې د حاجیانو لېږد به بریالی تر سره شي.
