لوبی

افغانستان د مرکزي آسیا د فوتبال اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان له ۲۰ کلنو ټیټ عمره ځوانانو د فوتبال ملي لوبډلې د یکشنبې پر مازیګر د مرکزي آسیا د فوتبال اتلولۍ د سیالیو په لومړۍ لوبه کې ترکمنستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

دا لوبه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په زسکا لوبغالي کې ترسره شوې ده.

په دې لوبه کې افغانستان د فرهاد علی‌زاده پر ښکلې صربې له سیالې لوبډلې مخکې شو؛ خو وروسته د ترکمنستان لوبډلې ډېر ژر لوبه مساوي کړه.

البته له لومړي ګول څو دقیقې وروسته ترکمنستان له یوې پینالتۍ هة برخمن شو؛ خو د افغانستان ګول ساتونکي فیصل سعیدخېل د دې پینالتۍ پر نیولو د ترکمنستان د بریا مخه ونیوله.

په دوه‌یمه نیمايي کې د ترکمنستان له هڅو ترسره کولو سره ـ سره افغانستان وکولی شول، چې د همایون همدرد پر بدیل عنایت الله کوهي دوه‌یم ګول وواهه او بریا یې ترلاسه کړه.

په دې تورنمنت کې به د افغانستان دوه‌یمه لوبه نن دوشنبه د کابل پر وخت مازیګر ۴:۳۰ د کوربه هېواد تاجکستان پر وړاندې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version