تازه خبرونه

افغانستان د نړۍ د بېځایه کېدا له سترو بحرانونو سره مخ دی – ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.

Published

on

 

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د بېوزلۍ، وچکالۍ، زلزلو او د کډوالو د پراخه بېرته ستنېدا له کبله د نړۍ له سترو بېځایه کېدا له بحرانونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو، چې افغانستان ته یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر له پلاوي سره یوځای سفر کړی ویلي:« په افغانستان کې بحرانونه ډېر کم پر بېلابېله بڼه رامنځته کېږي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي، چې شاوخوا ۲۹ میلیون کسان کېږي، د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه‌لري.

دې ادارې ویلي، چې د کوربه ټولنو او بېځایه شویو کسانو د ملاتړ له لارې د هغوی د بیا رغونې او له بېرته ستنېدا څخه د تلپاتې رغېدا پړاو ته د رسېدا لپاره هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو دغو چارواکو د خپل سفر پر مهال په جلال‌آباد کې د زلزلې له زیانمنو شویو ټولنو او په دره سلطان کې د بیا رغونې له پروژو هم لیدنه وکړه. په دغو پروژو کې د سېلابونو پر وړاندې د ساتنې، د اوبولګولو د سیسټمونو د ښه‌والي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو چارې شاملې دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي اماني صندوق له لارې په کندوز او بغلان ولایتونو کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو د ملاتړ پروژې پلي کوي. په دغو پروژو کې د ماینونو پاکول، د بنسټیزو پروژو پلي کول او د سلګونو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه برابرول شامل دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اېچ سي آر) ویلي، چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې به له ۵۷۰ زره ډېر افغانان بیا مېشتېدا ته اړتیا ولري.

دې ادارې ټینګار کړی، چې د بیا مېشتېدا، زده‌کړو، کارموندنې او د کورنیو د بېرته یوځای کېدا د فرصتونو د پراخولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version