تازه خبرونه
افغانستان د نړۍ د ۲۶ بېوزلو هېوادونو په نوملړ کې راغلی – نړیوال بانک
د دغه راپور له مخې، افغانستان او یمن هم په دې نوملړ کې راغلي دي.
رویټرز خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ ( د تلې درویشتمه ) د نړیوال بانک د یوه تازه راپور د څرګندونو له مخې لیکلي، چې تر ټولو کم عاید لرونکي هېوادونه له ایټوپیا څخه تر چاد او کانګو پورې د افریقا په جنوبي صحرا کې دي.
د دغه راپور له مخې، افغانستان او یمن هم په دې نوملړ کې راغلي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د نړۍ شاوخوا ۴۰ سلنه بېوزله وګړي په دغو هېوادونو کې ژوند کوي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې په بېوزلو هېوادونو کې د کورنیو کلنی عاید ۱۱۴۵ ډالره اټکل شوی دی.
د نړیوال بانک لوړپوړي اقتصاد پوه انیډرمیټ ګیل په دې اړه ویلي: کله، چې ډېريو نړیوالو بنسټونو پخپله خوښه له بېوزلو هېوادونو شاتګ وکړ؛ د نړیوالې پراختیا ټولنه (IDA) د دوی د ژغورنې یوازنۍ لاروه.
د معلوماتو له مخې؛ دغه هېوادونه له ۲۰۰۶ ز. کال راپدېخوا پوروړي او له طبیعي پېښو زیانمنوونکي دي.
نړیوال بانک په بېوزلو هېوادونو کې روان وضعیت د کرونا ویروس د خپرېدو د مهال پر پرتله ډېر خراب یاد کړی دی.
دا راپور په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق له کلنۍ غونډې یوه اوونۍ مخکې خپور شوی دی.
په راتلونکیو څو ورځو کې به واشنګټن د نړیوالې پراختیا ټولنې (IDA) لخوا د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د بې وزلو هېوادونو د ستونزو د حل لپاره د ۱۰۰ میلیارډ ډالرو د راټولولو د یوې لویې غونډې کوربه وي.
د نړيوالې پراختيايي ټولنې لخوا د اړتيا وړ پيسې په هرو درې کلونو کې د نړيوال بانک د غړیو هېوادونو لخوا راټولیږي.
دې بنسټ په ۲۰۲۱ ز. کال کې بېوزلو هېوادونو ته د لاسرسي لپاره شاوخوا ۹۳ ملیارډ ډالر راټول کړي وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو بندیزونو له کبله د افغانانو د کورنیو اقتصاد د پام وړ کم شوی دی.
