لوبی
افغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د ټسټ لوبې د دوهیمې ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې کړې دي.
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د بنګلهدېش لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۹۲.۳آورونو کې ۳۴۶ منډې کړې دي. دې لوبډلې د لوبې دوهیمه ورځ د اته لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۱۷ منډو پر لرلو پیل کړې وه.
افغانستان د دوهیمې ورځې په پای کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې وکړې او اوس یې هم شپږ لوبغاړي پاتې دي؛ په دې توګه له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی.
د بنګلهدېش په لومړۍ پاڼۍ کې تنزید حسن ۸۳ او شادمان اسلام ۶۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې د لوړې منډې جوړونې مهم لوبغاړي وه.
د افغانستان پر توپاچونه محمد سلیم د ۸۲ منډو په بدل کې څلور او یمین احمدزي پر ۷۹ منډو درې لوبغاړي وسوځول.
عبدالمالک او رحمتشاه هم د افغانستان په پاڼۍ کې مهم رول لوبولی او د څلور لوبغاړو تر سوځېدا وروسته یې د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې مرسته کړې ده.
افغانستان هڅه کوي، چې د لوبې په درېیمه ورځ د بنګلهدېش د منډو واټن راکم کړي؛ خو بنګلهدېش هڅه کوي، چې ژر د افغان لوبډلې نور لوبغاړي وسوځوي او خپله برلاسي زیاته کړي.
د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلوېزیون دغه ټسټ لوبه په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوالو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي.