تازه خبرونه
افغانستان د یوه ځمکني پل په توګه ملتونه او بازارونه نښلوي – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د چین د سېچوان ولایت په چینګدو ښار کي نړیوال اقتصادي او سوداګریز فورم ته په وینا کې ویلي؛ د ۴۵ کلونو راپدېخوا جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوي، چې افغانستان د سیمهییزې څلور لارې په توګه خپل حیثیت له لاسه ورکړي؛ خو اوس افغانستان یو ځل بیا کولی شي په سیمهییز څلور لارې بدل شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ويلي، چې افغانستان ځان په وچه کې راګیر هېواد نه ګڼي، بلکې یو پل دی، چې ملتونه، بازارونه او تمدنونه سره نښلوي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د چین د سېچوان ولایت په چینګدو ښار کي نړیوال اقتصادي او سوداګریز فورم ته په وینا کې ویلي؛ د ۴۵ کلونو راپدېخوا جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوي، چې افغانستان د سیمهییزې څلور لارې په توګه خپل حیثیت له لاسه ورکړي؛ خو اوس افغانستان یو ځل بیا کولی شي په سیمهییز څلور لارې بدل شي.
هغه وایی: ” افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې؛ ځان په وچه کې راګیر نهګڼي، بلکې نورو هېوادونو ته ورته ځان د ملتونو، بازارونو او تمدنونو سره د نښلولو پل ګڼي. تاسې پوهیږئ، چې دې پل د ۴۵ کلونو لپاره د جګړې او ناامنۍ له کبله خپل رول له لاسه ورکړی و؛ ځکه، چې جګړې او ناامنۍ ګاونډي هېوادونه د دې فرصت څخه محروم کړي وه، چې د افغانستان سټراتیژیک موقعیت د اقتصادي همکارۍ لپاره د څلور لارې په توګه وکاروي.”
امیر خان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر تعقیبولو غواړي، چې له ټولو ګاونډ هېوادونو سره خپله سوداګري پراخه کړي او پدې توګه دایمي ثبات رامنځته کړي.
هغه ویلي: “افغانستان له خپلو پراخو طبیعي سرچینو، ځوان نفوس، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیایي موقعیت سره کولی شي د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره پر سیمهییزه څلور لارې بدل شي؛ ځکه، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو خوندي او باوري چاپېریال رامنځته کړی دی.”
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي، چې اوس په افغانستان کې د باور فضا رامنځته شوې او اسلامي امارت چین یو “ښه اقتصادي شریک” ګڼي.
هغه وایي: ” باید ووایم، چې چین نه یوازې یو ګاونډ هېواد دی، بلکې د افغانستان لپاره یو ښه اقتصادي ملګری هم دی. مونږ د کرنې، بېخبناوو او ټکنالوژۍ په برخو کې د چین رول خورا مهم ګڼو او هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې برخو کې د دوامداره همکارۍ لپاره لار اواره کړو.”
ویل کیږي، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان ۲۰۰۰ نويو شرکتونو فعالیت پیل کړی او د فساد پر وړاندې اغېزمنه او جدي مبارزه ترسره شوې ده.