لوبی
افغانستان د ۳۸ منډو پر توپیر ویسټ انډیز ته پر ماته ورکولو خپله مخکښه لوبلړۍ پیل کړه
د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.
افغانستان، چې افغان اتلان هم پېژندل کېږي؛ د دوشنبې پر ورځ یې په دوبۍ کې د شلاوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هر اړخیزې غوره لوبې پر وړاندې کولو ویسټ انډیز ته د ۳۸ منډو پر توپیر ماته ورکړه او په دې لړۍ کې یې ۱–۰ بریا خپله کړه.
د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.
وروسته بیا دروېش رسولي او ابراهیم ځدراڼ لوبه زړهراکښونکې او ورغوله؛ دواړو لوبغاړو په ۱۰۶ توپونو کې د درېیمې ویکټې لپاره د ۱۶۲ منډو تاریخي ملګرتیا ثبت کړه، چې نه یوازې یې لوبه باثبات کړه، بلکې په وروستیو اورونو کې یې چټکتیا هم لوړه کړه.
داروېش رسولي ۸۴ منډې د ۵۹ توپونو پر وړاندې وکړې، چې په کې اته څلوریزې او دوه شپږیزې ووهل شوې او ابراهیم ځدراڼ د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو او ۸۷ منډې یې وکړې.
افغانستان د ۳ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۸۱ منډې وکړې او خپله پاڼۍ یې پای ته ورسوله.
دا ملګرتیا د افغانستان لپاره په شلاوریزو نړیوالو سیالیو کې د درېیمې ویکټې تر ټولو ستره ملګرتیا وه او د هرې ویکټې لپاره د لوبډلې دوهیمه لوړه ملګرتیا ګڼل کېږي.
د افغانستان توپاچوونکو له پیله پر سیالانو فشار واچاوه او مجیب الرحمن په لومړي اور کې ویکټه واخیسته. پرلهپسې ویکټې ولوېدې او ویسټ انډیز په نهم اور کې پر ۵۰ منډو یې پېنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
ضیاالرحمن شریفي، چې له اووه کلونو وروسته یې یوازې خپله دوهیمه شلاوریزه نړیواله لوبه کوله؛ د توپاچونې غوره لوبغاړی وګرځېد او په څلورو اورونو کې یې ۳۶ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستې.
مجیب الرحمن، راشد خان او نور احمد هم مهم رول ولوباوه او هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، چې په پایله کې یې ویسټ انډیز تر ۱۴۳ منډو ودراوه.
داروېش رسولي د خپلې په زړه پورې توپوهنې او غوره فیلډنګ له کبله، چې درې کېچونه هم په کې ول؛ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
له دې بریا سره افغانستان د لړۍ په سیالیو کې ۱–۰ مخکښ شو.
دواړه لوبډلې به د چارشنبې پر ورځ د جنورۍ پر یوویشتمه په دوهیمه شلاوریزه نړیواله لوبه کې یو ځل بیا سره مخامخ شي.