Connect with us

لوبی

افغانستان د ۳۸ منډو پر توپیر ویسټ انډیز ته پر ماته ورکولو خپله مخکښه لوبلړۍ پیل کړه

د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.

خپور شوی

د

افغانستان، چې افغان اتلان هم پېژندل کېږي؛ د دوشنبې پر ورځ یې په دوبۍ کې د شلاوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هر اړخیزې غوره لوبې پر وړاندې کولو ویسټ انډیز ته د ۳۸ منډو پر توپیر ماته ورکړه او په دې لړۍ کې یې ۱–۰ بریا خپله کړه.

د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.

وروسته بیا دروېش رسولي او ابراهیم ځدراڼ لوبه زړه‌راکښونکې او ورغوله؛ دواړو لوبغاړو په ۱۰۶ توپونو کې د درېیمې ویکټې لپاره د ۱۶۲ منډو تاریخي ملګرتیا ثبت کړه، چې نه یوازې یې لوبه باثبات کړه، بلکې په وروستیو اورونو کې یې چټکتیا هم لوړه کړه.

داروېش رسولي ۸۴ منډې د ۵۹ توپونو پر وړاندې وکړې، چې په کې اته څلوریزې او دوه شپږیزې ووهل شوې او ابراهیم ځدراڼ د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو او ۸۷ منډې یې وکړې.

افغانستان د ۳ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۸۱ منډې وکړې او خپله پاڼۍ یې پای ته ورسوله.

دا ملګرتیا د افغانستان لپاره په شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو کې د درېیمې ویکټې تر ټولو ستره ملګرتیا وه او د هرې ویکټې لپاره د لوبډلې دوه‌یمه لوړه ملګرتیا ګڼل کېږي.

د افغانستان توپ‌اچوونکو له پیله پر سیالانو فشار واچاوه او مجیب الرحمن په لومړي اور کې ویکټه واخیسته. پرله‌پسې ویکټې ولوېدې او ویسټ انډیز په نهم اور کې پر ۵۰ منډو یې پېنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

ضیاالرحمن شریفي، چې له اووه کلونو وروسته یې یوازې خپله دوه‌یمه شل‌اوریزه نړیواله لوبه کوله؛ د توپ‌اچونې غوره لوبغاړی وګرځېد او په څلورو اورونو کې یې ۳۶ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستې.

مجیب الرحمن، راشد خان او نور احمد هم مهم رول ولوباوه او هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، چې په پایله کې یې ویسټ انډیز تر ۱۴۳ منډو ودراوه.

داروېش رسولي د خپلې په زړه پورې توپ‌وهنې او غوره فیلډنګ له کبله، چې درې کېچونه هم په کې ول؛ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

له دې بریا سره افغانستان د لړۍ په سیالیو کې ۱–۰ مخکښ شو.

دواړه لوبډلې به د چارشنبې پر ورځ د جنورۍ پر یوویشتمه په دوه‌یمه شل‌اوریزه نړیواله لوبه کې یو ځل بیا سره مخامخ شي.

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي

دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر  دېرشمې  روان وي.

Published

on

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) پیلیږي او د تېر پړاو اتلولي ګټونکی ابومسلم فراه به په پرانیستونکې لوبه کې د فاریاب له سرسبز یاشلر سره مخ شي.

دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ ترسره شي او د لیګ شپږم پړاو به د لړم تر  دېرشمې  روان وي.

په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه لري او ټولې لوبې به په کابل کې د کوربه او مېلمه په بڼه ترسره شي.

ابومسلم فراه به د سرسبز یاشلر پر وړاندې له خپلې اتلولۍ څخه د دفاع لړۍ پیل کړي. آریانا خوست او عمر ځواک لوی شینډنډ هغه نوې لوبډلې دي، چې په دې پړاو کې له سیالیو سره یوځای شوې دي.

په دې پړاو کې نورې ګډونوالې لوبډلې دا دي:

  • عینو مېنه
  • آرمان اف‌سي
  • استقلال کابل
  • خراسان فاریاب
  • سرخ‌پوشان خوافي
  • طوفان هرات

د افغانستان د بېلابېلو سیمو مینه‌وال کولی شي دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې له ۷:۳۰ څخه په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه ننداره کړي.

د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روان وي او لوبډلې به د اتلولۍ د ګټلو لپاره له یو بل سره ولوبیږي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان په اماراتو کې له بنګله‌دېش او زیمبابوې سره کرکټ لوبې کوي

دا لړۍ به د اوکټوبر پر نهمه د بنګله‌دېش پر وړاندې له یوې ټسټ لوبې پیل شي؛ وروسته به د اوکټوبر له اووه‌لسمې څخه تر درویشتمې افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې په درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.

Published

on

د افغانستان کرکټ لوبډله به په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۶ز.کال د ټسټ، یو ورځنیو او شل‌اوریزو لوبو کوربتوب وکړي.

دا لړۍ به د اوکټوبر پر نهمه د بنګله‌دېش پر وړاندې له یوې ټسټ لوبې پیل شي؛ وروسته به د اوکټوبر له اووه‌لسمې څخه تر درویشتمې افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې په درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.

افغانستان به بیا د اوکټوبر له اووه‌ویشتمې څخه تر د نومبر لومړۍ پورې د زیمبابوې پر وړاندې درې شل‌آوریزې لوبې ترسره کړي. دواړه لوبډلې به وروسته د نومبر له پېنځمې څخه تر نهمې او له دیارلسمې تر ۱۷مې پورې په دوه ټسټ لوبو کې هم سره مخ شي.

له دغو سیالیو سره به افغانستان په ۲۰۲۶ز.کال کې ټولټال څلور ټسټ لوبې ترسره کړي، چې د دې لوبډلې لپاره په یو کال کې تر ټولو ډېرې ټسټ لوبې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان د دغو لوبو ارزښت د لوبغاړو د ودې او تجربې لپاره مهم بللی او څرګندوي، چې د منظمې او باکیفیته نړیوالو لوبو برابرول د کرکټ بورډ له اړینو لومړیتوبونو څخه دي.

په متحده عربي اماراتو کې د سیالیو دقیق ځای اوس هم د افغانستان کرکټ بورډ نه‌دی اعلان کړی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې بحرین ته ۳ پر ۱ماتې ورکړه

دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.

Published

on

د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته د غوراوي سیالیو په وروستۍ لوبه کې بحرین ته ۳ – ۱ماتې ورکړه.

دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.

افغانستان له دې بریا سره درې نمرې ترلاسه کړې او د «ډي» ګروپ درېیم ځای یې خپل کړ. تاجکستان د دې ګروپ لومړی او اردن دوه‌یم ځای خپل کړ.

د افغانستان لوبډلمشر حبیب‌الله هوتک د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه. هغه د بحرین له یوه لوبغاړي څخه د توپ له ترلاسه کولو او له دوه ساتونکو څخه بریالی تېر شو او په یوه پیاوړې توپوهنه یې د بحرین دروازه پرانیسته.

بحرین له ګول خوړلو وروسته د افغانستان پر دروازه بریدونه زیات کړل او په اووه‌ویشتمه دقیقه کې یې د مساوي کولو ښه فرصت درلود،؛ خو د علي مرهان علي توپ له دروازې پورته ووت.

د لومړۍ نیمایي په وروستیو دقیقو کې هم بحرین څو نور فرصتونه جوړ کړل؛ خو د مساوي ګول پر وهلو بریالی نه‌شو.

بحرین په دوه‌یمه نیمایي کې خپل بریدونه روان وساتل او په نهه‌پنځوسمه دقیقه کې یې مساوي ګول وواهه. عبدالله ابراهیم د کارنر له توپ‌وهنې وروسته پر سر ګول وواهه او پایله یې ۱-۱ کړه.

افغانستان ۱۱ دقیقې وروسته بیا مخکښ شو. یاسر ساپي د حمیدالله حیدري له پاس وروسته پر چپه پښه توپ وواه او د بحرین دروازې ته یې وردننه کړ.

فرزاد تاجک په څلوراتیایمه دقیقه کې د افغانستان درېیم ګول وواهه. هغه د بحرین له دروازه‌ساتونکي څخه له تېرېدا وروسته توپ تشې دروازې ته ولېږه او د افغانستان بریا یې یقیني کړه.

د لوبې په وروستیو دقیقو کې د بحرین مدافع کرار حسین له یوې نښتې وروسته له سور کارت سره مخ شو.

سره له دې بریا افغانستان د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته لار ونه موندله. تاجکستان د ګروپ لومړۍ لوبډلې د سیالیو وروستي پړاو ته ووته او افغانستان د درېیم ځای له خپلولو سره له سیالیو پاتې شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!