سوداگري
افغانستان له ازبکستان سره د حيرتان اوسپنې پټلۍ نوی تړون لاسليک کړ
له ازبکستان څخه راستو شوي حکومتي پلاوي څرګنده کړې: له ازبکستان سره یو نوی دوه کلن تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې له دې وروسته د اوسپنې پټلۍ له لارې په صادراتو او وارداتو کې ستونزه نه رامنځته کېږي.
د اسلامي امارت هغه پلاوی، چې د حیرتان د اوسپنې پټلۍ د ستونزې د حل لپاره ازبکستان هېواد ته تللی وو. اوس بېرته هېواد ته د راستنېدو پر مهال د افغانستان او ازبکستان د دوستی پر پله وايي، چې ستونزې یې حل کړي او له دې وروسته به د اوسپنې پټلۍ له لارې د کالیو په انتقال کې ستونزه جوړه نشي.
د دغه پلاوي غړي په ډاګه کوي؛ دغه نوی تړون یې له یو ازبکستاني شرکت سره د حیرتان- مزارشریف د اوسپنې پټلی له لارې د کالیو د خوندي انتقال په موخه لاسلیک کړې دی.
په ورته وخت کې د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر له شاوخوا لس ورځو ځنډ او خنډ وروسته د جمعې پر ورځ (د سلواغې ۲۱ نېټه ) له ازبکستان هېواد څخه بېرته پیل شو.
د ریاست الوزرا استازی عبدالله ابدالي ویلي؛ لار تړلې وه او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و. الحمدلله مونږ ګورو، چې هره ورځ له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ واګونونه راځي او ستونزه ښه حل شوې ده.
له دې مخکې افغانستان له یوې قزاقستاني شرکت سره د حيرتان- مزارشريف د اوسپنې پټلۍ د ساتنې، څارنې او لېږد قرارداد لاسليک کړى و؛ خو اوس دغه قرارداد بيا له يوه ازبک شرکت سره په لس سلنه تخفيف لاسليک شوى دى.
د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومې رییس بختالرحمان شرافت وایي: ازبکانو نه غوښتل، چې له قزاقانو سره يو ځاى په حيرتان بندر کې کار وکړي.
بخت الرحمن شرافت زیاته کړې: مونږ وپوهیدو، چې هغوی نشي کولی خپلمنځۍ اداره او همغږي رامنځته کړي. مونږ اړ شوو، چې بېرته له ازبکستان سره تړون نوی کړو. د ازبکستان هېواد په دې اړه تخفیف هم ومانه.
د ازبکستان هېواد استازي څرګندوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غززېدو له بهیره ملاتړ کوي.
د ازبکستان استازی جمشید بابه قل ویلي؛ مونږ د افغانستان له پلاوي سره د خبرو په پایله کې دې هوکړې ته ورسېدو، چې تر پاکستان پورې د اوسپنې پټلۍ د غزولو په چارو کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس وايي، چې دوی د هېواد په بندرونو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په لټه کې دي او له ایران سره یې هم د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ لپاره هم ناستې ترسره کړې دي.