تازه خبرونه
افغانستان له تبلیغاتي جګړې سره مخ دی – ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشرتابه ترمنځ هر راز اختلافات ردوي او دا یې د نظام د دښمنانو تبلیغات وبلل. نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د یو شمېر ځواکمنو هېوادونو له تبلیغاتي جګړې سره مخ دی او استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو چارو سره د افغانستان پرمختګ له پامه وغورځوي او د اسلامي امارت مثبت کارونه خلکو ته منفي ښکاره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته ویلي، چې د یو شمېر لویو او ځواکمنو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې د اسلامي امارت مثبت کارونه منفي او وضعیت د خلکو لپاره مایوسه کوونکی وښيي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشرتابه ترمنځ هر راز اختلافات ردوي او دا یې د نظام د دښمنانو تبلیغات وبلل. نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د یو شمېر ځواکمنو هېوادونو له تبلیغاتي جګړې سره مخ دی او استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو چارو سره د افغانستان پرمختګ له پامه وغورځوي او د اسلامي امارت مثبت کارونه خلکو ته منفي ښکاره کړي.
هغه د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه د نړیوالو اندېښنو په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د پخوا پر پرتله ډېر خوندي دي او په ځینو مواردو کې د اسلامي شریعت پر بنسټ محدودیتونه لګول شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وايي، چې اوس هم افغانستان ته د امریکا مالي مرسته راروانې دي؛ خو اوس یې په کچه کې توپیز راغلی.
هغه وايي، چې دا پیسې د افغانستان حکومت ته نهورکول کیږي، بلکې دا د نړیوالو موسسو لخوا پر بشري مرستو لګول کیږي.
مجاهد همدارنګه پاکستان د داعش پر ملاتړ تورن کړی او په دې اړه وایي، چې د پاکستان په مستونګ سیمه کې یې داعش ته پټنځای ورکړی او دا ډله له همدې سیمې څخه د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان پر وړاندې خپل بریدونه تنظیموي.